پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمسعود اندرابي: وروستي هدفي بریدونه د عبیده ډلې کار دی

مسعود اندرابي: وروستي هدفي بریدونه د عبیده ډلې کار دی

تاند (سه شنبه د جدي ۹) د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، طالبان په وروستیو هدفي بریدونو او ماین چاودنو کې لاس لري.

د ښاغلي اندارابي په خبره، د دوحې تر هوکړې وروسته طالب وسله والو د مذاکراتو پر مېز  د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره خپلو ترهګریزو بریدونو ته زور ورکړی دی.

نوموړي چې نن سه شنبه یې د مشرانو جرګې عمومي غونډه کې د سناتورانو پوښتنې ځوابولې وویل، طالبانو د مخامخ جګړې په ډګر او لویو بریدونو کې وړتیا له لاسه ورکړې ده، نو ځکه یې په دې وروستیو کې هدفي بریدونو او چسپکي ماین چاودنو ته زور ورکړی.

اندرابي په خپلو خبرو کې وویل، یو شمېر ترهګرو اعتراف کړی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تر شوې هوکړې وروسته دې ډلې په لوګر کې د عبیده په نامه یوه ډله جوړه کړې ده چې موخه یې د دولتي کارکوونکو، خبریالانو او مدني فعالانو ترور کول دي.

له مسعود اندرابي مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم وروستي بریدونه د طالبانو کار بللی دی.

طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې په ډېرو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر دغه راز په خپلو نننیو څرګندونو کې زیاته کړې، د مشرانو او ولسي جرګو غړي د پولیسو د مقررۍ او تبدیلي لپاره هره اونۍ ډېر شمېر عریضې وروړي.

د نوموړي په وینا چې په کورنیو چارو وزرات کې بې سرنوشته افسران نه بلکې فرمایشي افسران زیات دي.

دده په خبره یو شمېر افسران چې په ولایتونو کې تعین بست کېږي، خو کله چې له خپلې مقررۍ خبرېږي نه یې خوښېږي، نو سناتورانو ته مراجه کوي او ترې غواړي چې د کابل دروازو د ۲ نمبر ټولي ته یې تبدیل کړي.

مسعود اندرابي وايي، د دغه ستونزې د حل لپاره کورنیو چارو وزارت د پېژنتون مرکز جوړ کړی چې په هغه کې د وزیر لاسلیک ته اړتیا نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب