پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه دایکندي کې څلور ماشومان تر واورې لاندې شوي

په دایکندي کې څلور ماشومان تر واورې لاندې شوي

تاند(سه شنبه، د جدي ۹) د دایکندي ولایت ځایي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کټي ولسوالۍ کې څلور ماشومان د واورو لاندې شوي دي.

د دایکندي د ولایتي شورا غړي غیرت علي جواهري رسنیو ته وویل، ماشومان د کټي ولسوالۍ د خرزار په کلي کې د ژمي روزنیز مرکز ته د تګ پرمهال د واورې لاندې شوي.

هغه زیاته کړه چې د ماشومانو شمیر ۱۵ تنه و چې د ژمني روزنیز مرکز ته پر لاره وه چې څلور یې د واورې لاندې شوي او ۱۱ نور یې ژوندي پاتې دي.

جواهري زیاته کړه چې د دایکندي ولایت ډیری ولسوالۍ د واورې د شدت له امله ترانسپورتي لارې له بندیدو سره مخ دي.

په دې وروستیو کلونو کې، د دایکندي ولایت د طبیعي پیښو شاهد و، ځکه چې دا د هیواد یو له سړو ولایتونو څخه دی.

په ژمي کې د هیواد د ډیری ولایتونو لارې د واورې وریدو له امله تړلې وي چې ګڼ مسافرین یې له ستونزو سره مخ کړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب