سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد تېرکال په پرتله د وریجو کرکېله او حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

د تېرکال په پرتله د وریجو کرکېله او حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

تاند(سه شنبه، د جدي ۹) د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت او د احصایې او مالوماتو ملي ادارې، له ځانګړو شمېرې اخیستونکو څخه په استفادې سره «د ۱۳۹۹یم کال د وریجو تولید راپور» تر عنوان لاندې ګډ راپور چمتوکړي دي، چې ښیې په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات د ۱۳۹۸یم کال په پرتله په ۱۳۹۹یم کال کې نږدې ۱۵ سلنه زیات شوي دي.

د یاد وزارت په خبره تېرکال د وریجو حاصلات ۳۸۳ زره مټریک ټنه وه، خو د نوي سروې د راپور پر بنسټ، روان کال د ۵۷ زره ټنو په زیاتوالي سره ۴۴۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلې ده.

د وزارت په وینا تېرکال د هېواد د شولې کروندې ۱۲۸ زره هکټاره ګزارش شوي ول، په داسې حال کې چې د نوي سروې پر اساس، سږکال د شولې کروندې د ۱۹.۵ زره هکټارو په زیاتوالي سره، ۱۴۷.۵ هکټارو ته رسېدلي دي.

د وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې دا سروې په څو لارو چارو، له ډلې له لرې واټن یا د «ریموټ سنسنګ» له لارې د شولې تر کرکېلي لاندې سیمې پیداکول، د ۱۹ ولایتونو په ۱۲۶ ولسوالیو کې، بزګرانو سره د مرکو، او د شولې په پرې کولو او نمونې اخیستنې سره ترسره شوی دی.

د یاد وزارت په خبره یاد اخیستل شوې شمېره د شولې له کرکېلي تر حاصل ټولولو ټول وخت چې نږدې پنځه میاشتې کیږي رانغاړي.

د یاد راپور په خبره د ۱۳۹۸یم کال په پرتله په ۱۳۹۹یم کال کې د وریجو د حاصلاتو ۱۵ سلنه زیاتوالي په داسې حال کې ده، چې وریجه د افغانستان د خلکو لوی مصرفوونکي توکي دي او په پراخه کچه ترې ګټه اخیستل کیږي.

د کرنې وزارت او ملي احصایې ددې ګډ راپور په حواله، کندز د ۴۶.۸ زره هکټاره شولې کروندو په درلودو او ۱۴۰ زره مټریک ټنه تولید سره د تولیدوونکو ولایتونو ترمنځ لومړی ځای خپل کړئ دی.

خبرپاڼه لیکي، چې تخار د ۲۳ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۷۵ زره ټنه تولید سره دویم ځای، بغلان د ۱۹.۷ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۶۳ زره ټنه تولید سره درېیم ځای او ننګرهار د ۱۴.۶ زره هکټاره شولو کروندو په درلودو او ۴۷ زره ټه تولید سره څلورم ځای کې دي.

د خبرپاڼې په وینا هرات په ۲۸ زره ټنه تولید سره، کونړ په ۲۰ زره ټنه تولید، بلخ په ۱۸ زره ټنه تولید سره او لغمان په ۱۵ زره ټنه تولید سره په وروستیو ځآیونو کې دي. خوست، ارزګان، پکتیا، بدخشان، دایکندي، کابل، بادغیس، هلمند، بامیان، سرپل او غور په هېواد کې د وریجو نور تولیدوونکي ولایتونه دي.

دغه راز باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د اوبولګولو شبکې جوړول، روزنیزې برنامې په لاره اچول، د شولې ننداریزې قطعې جوړول او د شولو له کروندګرو سره مرستې، د شولو د کروندو او دغه راز د شولو حاصلاتو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د ملي احصایې او مالوماتو ادارې د اټکل له مخې، په ۱۳۹۹یم کال کې افغانستان ۶۵۵ زره ټنه وریجو ته اړتیا لري، چې د تولید کچې ته په کتو ۲۱۵ زره ټنه کموالی شتون لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب