جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو: د افغان سولې د بریا لپاره هیڅ ضمانت نشته

ناټو: د افغان سولې د بریا لپاره هیڅ ضمانت نشته

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۰) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د افغانستان د سولې بهیر ماتوونکی دی او د بریا لپاره یې هیڅ ډول تضمین نشته دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ له یوې المانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د سولې روان بهیر ماتوونکی او له ستونزو ډک دی.

د نوموړي په خبره تراوسه هیڅ تضمین نشته چې دغه مذاکرات به حتمآ د بریا لور ته ځي.

نوموړي زیاته کړه، راتلونکي کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر شتون هر ډول پریکړه به بې له خطره نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو ترمنځ درې میاشت مذاکرات وشول خو یوازې پر طرزالعمل توافق وشو، او له هغه وروسته دواړه پلاوي د سلا مشورو لپاره د ۲۰ ورځو په رخصتي لاړل.

ټاکل شوې ده چې د دغو خبرو دویم پړاو به د راتلونکي جنوري میاشتې په پنځمه نېټه بېرته په قطر کې پیل شي.

دغه راز په هېواد دننه هم د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي او وايي کېدای شي د مذاکراتو دویم پړاو به له ستونزو سره مخ شي او د دغه مذاکراتو پر بیا پیلېدو شک لري.

هیره دې نه وي چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیلیدو سره په افغانستان کې جګړې شدت اخیستی او د طالبانو تاوتریخوالي ورځ تر بلې زیاتیږي.

1 COMMENT

  1. ددې ډانمارکي ښاغلي سد ایله اوس سرته ورغی. هسي د خاورو کوټڼۍ یې جوړولي.

    په کابل کې د مستقر مفسد حکومت په تړاو ورځ تر بلي د اروپایانو او امریکايي و ګړو ذهنیت په منفي اړخ اوړي او د بیزارۍ تر کچي رسیدلي دي.
    اشرف غني او ډله یې ناکي د سولي پروسه ټکنۍ کړې، وخت یې د لاسه وزي، بیا به لاسونه مروړي او څه به په لاس نه ورځي.

    !طالبان وايي: په افغانستان کې ساعت د غربیانو په لاس کې دی خو وخت زموږ سره دی.
    .ولاکه دومره بده خبره خو یې هم کړې وي

    داسي وخت به راشي چې د ټامیانو به بکسونه په ټکسیانو کې له یاده وتلي وي او دوی به په طیاره پسي ځوړند وي. مه یې منئ، واخو یې ورئ

    که افغانان له هوښیارۍ څخه کار وانه خلي، نو د پنجابیانو کار جوړ دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب