شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+تاج ملوک عالم په دې وروستیو کې څه ته مخه کړې؟

تاج ملوک عالم په دې وروستیو کې څه ته مخه کړې؟

تاند (چهارشنبه د جدي ۱۰) د افغان کرکټ بورډ تخنیکي سلاکار او د تخنیکي کمېټې مشر تاج ملوک عالم وايي د کرار کېناستلو نه په کور کې له مېرمنو سره مرسته کول بهتر کار دی.

ښاغلي عالم سه شنبه د جدي په ۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه درې تازه انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي: «کله کله کور میرمنو سره هم مرسته پکار وی هر وخت تیار خوری هم خوند نکوی.»

نوموړي ددې عکسونو په خپرولو سره هغو نارینوو ته پیغام ورکړی چې ډېر کله په کور کې له مېرمنو سره شخړې کوي او د ستړیا پر وخت له هغوی سره مرسته نه کوي.

په دې انځورونو کې لیدل کېږي چې نوموړی د تناره غاړې ته ناست دی او ډوډۍ پخوي.

د تاج ملوک عالم دغه انځورونه د نژدې ۱۳ ساعتونو په تېرېدو سره ۲ زره او ۸۰۰ کسانو چې ۲۰۰۰ هغو یې د خوښې سټېکر او ۵۶۳ مینوالو یې د مینې ځانګړی ایموجي ورکړی دی.

دغه راز دې عسکونو ته تر اوسه ۶۲ کسانو د خندا او ډېرو کم کسانو بیا په فېسبوک کې کارېدونکي نور سټیکرونه ورکړي دي.

د عالم په دې عکسونو تر اوسه د نورو افغان لوبغاړو په ګډون ۶۳۳ کسانو لنډې لنډې تبصرې کړي دي.

افغان کرکټر هستي ګل عابد ورته لیکلي: «تاج وروره سوازیدلي ډوډۍ کي دي هم خوند وه.»

ښاغلي عالم ته دده یوه مینوال رسولي فواد بیا لیکلي: «موږ خو څوک تنور ته نږدې هم نه پریږدي وایي هله لرې لاړ شه چې بیا ډوډۍ غورځیږي.»

د خالد سنګر په نوم د عالم یوه بل مینوال چې هدف یې له ده سره ټوکه کول او د څو شېبو لپاره خوښي ده ورته لیکلي: «که پیغله وای خلکو به تاج ملوکه بللې او د سوځیدلو ډوډیو کیسو به دې کلی نیولی و.»

ځینو بیا د کرکټ بورډ د تخنیکي سلاکار دغه عمل نورو ته یو مثبت پیغام بللی او ویلي یې دي چې په کور کې له مېرمنو سره په کارونو کې ونډه اخیستل د حضرت محمد ص لاره تعقیبول دي.

بلال احمد مومند دې انځورونو ته تبصره کې لیکلي: «ښکلی پیغام امر صیب الله دې موږ ټولو ته وس راکړي چې دمېرمنو سره دکور په کارونو کې مرسته وکړو. دایو سنت عمل دی.»

د یادونې وړ ده چې د تاج ملک عالم دې انځورونو ګڼو کسانو ته یو مثبت پیغام ورکړی دی او هغوی چې په کور کې له مېرمنو سره په کارونو کې ونډه نه اخلي ورته متوجه کړي یې دي.

که څه هم د پخوا په پرتله په افغاني ټولنه کې ډېر نارینه د کور په کارونو کې برخه اخلي خو لا هم په یو شمېر سیمو کې ځيني نارینه له مېرمنو سره مرسته او کور ته د داخلېدو پر وخت هغوی ته سلام کول د ځان لپاره شرم ګڼي.

1 COMMENT

  1. ځان ښودنه هم حد لری. کور کی د ښځو سره چی څوک مرسته کوی نو لستونی بډ وهی نه دا چی کورتی ورنه اغوندی. دا د تظاهر فيسبوکی نمايشنامی مه کوی. او رښتيا بل ځلی دی پام وی چی ګيره دی و نه سيځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب