Homeخبرونهد کابل ښاروال داوود سلطان زوی څارنوالۍ ته معرفي شو

د کابل ښاروال داوود سلطان زوی څارنوالۍ ته معرفي شو

تاند(چهارشنبه، د جدي ۱۰) ولسي جرګې د کابل ښاروال داوود سلطان زوی څارنوالۍ ته معرفي کړ او د هغه لاسلیک یې بې اعتباره کړ.

د ولسي جرګې د غړو له لورې د کابل ښاروال داوود سلطان زوی څارنوالۍ ته د معرفي کولو غوښتنه شوي وه او نن یې دا پریکړه ترسره کړه.

د ولسي جرګې غړو د دوشنبې ورځې په غونډه کې د کابل ښاروال څارنوالۍ ته د معرفي کولو طرح يې په داسې حال کې جوړه کړې وه چې سلطان زوی د ولسي جرګې پریکړو او مصوباتو ته د تیرې ورځې په غونډه کې بې توجهي کړې وه او ځواب ورکولو ته حاضر شوی نه وه.

د ولسي جرګې غړي وايي، چې د کابل ښاروال تر دې مخکې هم د دې جرګې پریکړو ته بې احترامي کړې وه.

له همدې امله د ولسي جرګې غړي د یوې طرحې په لاسلیک کولو سلطان زوی يې څارنوالی ته معرفي او لاسلیک يې ورته بې اعتباره کړ.

دا په داسې حال کې ده چې لوې څارنوالۍ د یو مکتوب په خپرولو اعلان کړی وه چې ولسي جرګه لوې  څارنوالی ته د حکومتي چارواکو د معرفي کولو حق نلري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...