سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeمقالېطالبان یوه ډله که مختلفی ډلې او سوله

طالبان یوه ډله که مختلفی ډلې او سوله

جاوید ستانکزی

تازه حال: طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ له امریکا سره د قطر په هیواد کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شوه.که څه هم طالبان او پاکستان دغه تړون د طالبانو بری او د امریکا او متحدینو ماتې بولي خو حقیقت ټولو ته عیان دی، یو شمیر طالب مشران او د دوی د بدنې ځینې ګروپونه یا ډلې اوس هم د نړیوال سازمان، ګاونډیو هیوادو او د نړۍ اکثره هیوادو له خوا د یو ورانکارې ډلې په توګه پیژندل کیږي او نومونه یې په تورو لیستو کې شامل دي.

آیا طالبان بدل شوی؟ د طالبانو یوه عمومي ارزونه: طالبان په ۱۹۹۴ کې د افغانستان په جنوب کې راپورته شول څو په هیواد کې د اصلاح او نظم په رامنځ ته کولو سره د تیریو، لوټمار او کورنۍ جګړې لمن ونغاړي چې په پیل کې د دغه تحریک مشرتابه لپاره مولوي عبدالصمد د امیر او ملا محمد عمر د قوماندان په توګه وټاکل شول. دوی د ۱۹۹۵ کال د سپتمبر په میاشت کې هرات او د ۱۹۹۶ کال د سپتمبر په میاشت کې د کابل له نیولو وروسته ملا محمد عمر د امیرالمؤمنین په صفت وټاکه او خپل امارت يې په رسمي ډول اعلان کړ خو یواځې د پاکستان، سعودي عرب او عربي متحده اماراتو له خوا په رسمیت وپیژندل شول، د ګاوڼډیو او د نړۍ سترو هیوادونو نه یواځې دوی په رسمیت و نه پیژندل بلکه دیپلوماټیکی اړیکې یې هم ورسره پیل نه کړې. هغه مهال د طالبانو له امارت (حکومت) سره نړیوالو د نه همکاري عمده دلیلونه د ښځو په مقابل کې د دوی سخت دریځ (د کار او تعلیم اجازه نه ورکول)، د لږکیو حقوق نه رعایتول، لږکیو ته په واک کې برخه نه ورکول،شدید مجازات لکه لاس پری کول، سنګسار او تیربارانول او د ځینو په په اند بل دلیل یې د معاصر حکومت پرځای د امارت ایجادول ؤ چې سرحد یې معلوم نه وي.

د ۲۶ کلونو له تیریدو وروسته اوس طالبان وایې چې د تجربې په حاصلولو یې په خپلو تګلاره کې بدلون راوستی او مثال یې د دوی په مذاکراتې ټیم کې د یو غیر پښتون غړیتوب بولي. دوی د ښځو د حقوقو (تعلیم او کار) په هکله ادعا کوي چې په خپل دریځ کې یې بدلون راوستی خو واضح تګلاره نه بیانوي او تر ډیره یې پالیسی نا معلومه دی. د دی ترڅنګ طالبان د واک د ترلاسه کولو په صورت کې نه سیاسي پالیسي لري او نه اقتصادي پلان.

د طالبانو تر واک لاندی سیمې: طالبان ادعا کوي چې دوی په خپل دریځ کې بدلون راوستی او بنیادي انساني حقوقو ته درناوی کوی خو حقیقت دادی چې د طالبانو تر ولکې لاندی سیمو کې نه یواځی ښونځې، کلینیکونه او د لوړو زده کړو مؤسسې فعالیت نلری بلکه د فعالیت اجازه نلري، او کارکونکې یې هدف ګرځول کیږي. د عامه ګټو پروژو پلي کیدل، د بیا رغاونې چارې او حتی تجارت په مجموعي ډول په ټپه ولاړ دی. په دی وروستیو کې د قیر شوی سړکونو اړول، د پلونو الوزول، او د عامه ګټو د مرکزونو (ښونځیو یا دارالمعلمینو) تالا کول هم د طالبانو تر ولکې لاندی سیمو کې پیښ شول او طالبانو یې مخنیوی یا ساتنه ونه کړه. د پورته دلایلو په رڼا کې ویلی شو چې طالبان د دریځ له لحاظه نه دی بدل شوي خو د تشکیل او مرکزیت له لحاظه په طالبانو کې خورا زیات بدلون راغلې یعنی طالبان نور یوه واحده نه بلکه له مختلفو ګروپونو یا ډلو جوړ یو حرکت دی.

آیا طالبان سوله کول غواړي: هو، حقیقت هم دا دی چې د طالبانو اکثره ډلې او مشران سوله کول غواړي. طالبان هم لکه د نورو جهادي تنظیمونو په څیر په خپل تشکیل کې په ډلو ویشل شوي او دا لړی د کابل له نیول کیدو وروسته په طالبانو کې پیل او د ملا محمد عمر له مړینې وروسته تیزه شوه، مثلاً د کابل د نیولو پر مهال هغه ډله چې ډاکټر نجیب الله او دهغه ورور یې په شهادت ورسول د طالبانو په وجود کې له پیله یوه جلا ډله وه چې تر ننه پوري خاص اهداف تعقیبوی. اوسمهال داسي تخمین شته چې طالبان په نږدی دوه درجنه ډلو یا ګروپو ویشل شوي چې مختلف تمویلونکي لري. له یادو ډلو یا ګروپو اکثره یې د سولي پلویان دی خو د واک په قیمت او ځینی ډلې یې خپله بقا په جنګ کې ویني. البته دغه ستونزه یواځې په طالبانو کې نه بلکه په نورو جهادي ډلو کې هم موجوده وه، مثلاً حزب اسلامي (د ښاغلي ارغندیوال او د حزب اسلامي شورا چې مشري یې ښاغلي حاجې جمعه خان همدرد کوي) او یا په جمعیت کې مختلفې ډلې که څه هم تراوسه د یوې رهبري لاندی موجودی دي خو حقیقت هم دا دی چې جمعیت هم په مختلفو ډلو ویشل شوی.

داسي ویره هم شته چې د سولي په صورت کي به بیا هم د طالبانو ځینې ډلې یا ګروپونه جنګ ته دوام ورکړي څو په افغانستان کې د جنګ اور تازه وساتل شي، او دا ډول تجربې له دی مخکې د نړۍ په مختلفو برخو کې تجربه شوي. کچیرې له افغانستانه بهر ته وګورو نو د نړۍ په مختلفو سیمو که د طالبانو په څیر ډلې را پورته شوي خو د وخت په تیریدو سره یې یوی ډلې یې سوله کړي او بلې جنګ ته ادامه ورکړی لکه آی آر اي چې په آیرلیند کې راپیدا شول، وروسته د خپلو اهدافو د حاصلولو د تګلارې پر سر په جلا ډلو وویشل شوه، یوې ډلې د سیاست ډګر غوره کړ او وروسته دوهمه ډله تر یو مهاله جنګ ته دوام ورکړی او وروسته هغه هم د سیاست ډګر ته راستنه شوه یا که په لبنان کې حزب الله ته وکتل شي نو دوی هم په خپل ذات کې په ډلو ویشل شوي چې یوه څانګه یې په دولت کې سهیمه او بله یې جنګي څانګه ده.

د طالبانو مشرتابه باید په دی پوه شي چې له امریکا سره د دوی تړون په هیواد کې د بحران د ختمیدو لمړنی قدم دی خو نه مذاکرات سرته رسیدلي او نه هم پروسه ختمه شوی، امریکا، نړیوال او د سیمي هیوادونه هرڅه له نږدی څاري او په حقیقت کې د طالبانو  ګونګ دریځ او وروستیو بریدونو دوی ته زیان اړولی او بله دا چې د راتلونکي میلادی کال (۲۰۲۱) د جنوري په وروستیو کې په امریکا کې یو نوی حکومت رامنځ ته کیدونکی دی او ممکن د طالبانو دغه کړنې او ګونګ حالات هغوی ته د منلو نه وي.

جاوید ستانکزی – لندن

3 COMMENTS

  1. ستانکزۍ صاحب په زړه پوری لیکنه. مجاهد که سوله کړی وای نو اوس به طالب هم وکړي. څنګه چی مجاهد د هیرامنډیی وفاداره څوکیدار وو هم دغسی ټالب هم د هیرامنډیی د بقا لپاره جنګیږي. ترڅو چی پنجاب ده سوله به په خوب که هم ونه ګورو.

  2. داسی لیکنی د جنګ اوږدولو لپاره لیاره سمه وی. ایا تالبان بدل سوی؟ داسی سوال صرف هغه کسانو ته مطرح دی چه په غربی اشغال معتقد او په دی لیاری کی داشغال چلونه تاییدوی یا د هغه د تبریی لپاره دلیلونه وړاندی کوی.
    دا کسان ګواکی غواړی چه د اشغال عوامل لا هم ندی ورک سوی نو ځکه باید جنګ ته دوام ورکړی. دا خوارکیان نه پوهیږی چه غربیان یوازی د طبیعی منابعو د لوټ لپاره خلک وژنی او حکومتونه نړوی. هغوی د انسانانو د اساسی حقوقو په کیسه کی ندی. د مصر د سیسی دولت هغوی ته مهم دی نه د انسانانو وژنه او د هغوی حقوق.
    هغه کسان چه د غربی استعمار په چلونو خبر وی هغوی شاید اوس پوهیږی چه د افغانستان ملی ثروت لوټول مشکل ثابت سوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب