سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهمحب: معتبرو اسلامي بنسټونو افغانستان کې روانه جګړه ناروا ګڼلې

محب: معتبرو اسلامي بنسټونو افغانستان کې روانه جګړه ناروا ګڼلې

تاند(جمعه، د جدي ۵) د ملي امنيت شورا وايي چې د اندونيزيا حکومت له افغان سولې پروسې سره د هر ډول مرستې او ملاتړ اعلان وکړ.

له ملي امنيت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب کابل ته راغلي په ديني چارو کې د اندونيزيا له لوړپوړي پلاوي سره وکتل.

محب د افغانستان د نظام د مشروعيت او سولې په هڅو کې د اندونیزیا د ونډې اخیستو مننه وکړه او و يې ويل، په افغانستان کې د طالبانو جګړه چې د اسلامي نړۍ معتبرو بنسټونو هم ناروا ګڼلې، مشروعيت نه لري.

د اندونيزيا دغه پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر سره هم ليدلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو او سولې پروسې په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

له اندونیزیا سربیره ګڼ هیوادونه او ډیری بنسټونه افغانستان کې روانه جګړه ناروا ګڼې او پر ښکیلو غاړو غږ کوي چې جګړه ودروي او سوله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب