جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد روزنیزو کمپونو او طالب جنګیالیو څخه ددې ډلې د مشرانو لیدنه...

د روزنیزو کمپونو او طالب جنګیالیو څخه ددې ډلې د مشرانو لیدنه او د افغان حکومت اندېښنه

تاند (جمعه د جدي ۵) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د طالب مشرانو له خوا په پاکستان کې له ټپي طالبانو او هلته د طالب جنګیالیو د روزنيزو مرکزونو څخه پر ليدنې اندېښنه ښودلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې دا کړنه په ښکاره ډول د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې کوي او په سیمه کې د ناکرارۍ او بې ثباتۍ لامل ګرځي او په افغانستان کې تل پاتې سولې پر وړاندې خڼدونه رامنځته کوي.

په بیان کې راغلي: «موږ د پاکستان له حکومت څخه غواړو چې د پاکستان خاوره د یاغي عناصرو له خوا د کارولو اجازه ورنه کړي څوک چې جګړې او وینو توېیدلو ته دوام ورکوي.»

دغه لیدنې وروسته له هغه شوي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر او ورسره پلاوی څو ورځې وړاندې پاکستان ته تللی دی او هلته یې له صدر عمران خان او د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره لیدلي دي.

په یوه وېډیو کې لیدل کېږي چې ملابرادر په يوه روغتون کې له ټپي طالبانو سره کتلي او هغوى ته يې وينا کړې ده.

دغه راز یوه بله وېډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښکاري چې د طالبانو بل غړى ملا فضل ددې ډلې له يوه روزنيز مرکز څخه لیدنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د بیان له مخې، په پاکستان کې تېره اونۍ د افغانستان په اړه د خبرونو دوه لړۍ خپرې شوې چې یوه یې د افغان حکومت او خلکو لپاره د امید سرچینه ده، او بله یې د خورا اندېښنې وړ ده.

په بیان کې راغلي، د پاکستان د دولت رهبري افغان حکومت ته ډاډ ورکړ چې یاد هېواد ته د طالبانو د سیاسي پلاوي سفر به د تاوتریخوالي کمولو، اوربند رامنځته کولو او د افغانستان کړکېچ ته د سوله ییز حل لپاره لاره هواره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د سولې بهیر د پرمختګ لپاره د پاکستان د حکومت له وروستيو هڅو مننه کوي خو زیاتوي چې له پاکستاني چارواکو سره د طالب مشرانو تر لیدنو وروسته داسې وېډیو کلېپونه خپاره شول چې په پاکستان کې د ټولو طالب مشرانو شتونه ښکاره کوي او هلته د یادې ډلې دوامداره فعالیتونه ښيي.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په پاکستان کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي او په وینا په دغه هېواد کې له ټپي افغان کډوالو سره لیدنه او د هغوی پوښتنه یې کړې ده.

د يادونې ده چې په قطر کې تر درې مياشتنيو بين الافغاني مذاکراتو وروسته د درې اوونيو وقفې په موخه د افغان دولت پلاوى کابل ته راغى او د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يو نهه کسيز پلاوى ددې ډلې د سیاسي دفتر د ویاند په وینا د پاکستان په رسمي سفر دغه هېواد ته ولاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب