شنبه, مې 4, 2024
Home+مورخ باید خپل وخت ته پیغامونه ولري

مورخ باید خپل وخت ته پیغامونه ولري

لیکوال: ډاکترمبارک علي

ژباړن : اسدالله غضنفر

  تاریخ یوازې هغه وخت د ټولنې د پوهې او شعور کچه لوړوي چې اوسنو حالاتو ته په پام سره ولیکل شي او د ماضي په رڼا کې د اوس وخت مشکلات راوپیژني. د تاریخ مقصد دا نه دی چې د تیر وخت پيښې بیان کړي، مقصد یې دا دی چې د تیر وخت پیښې اوسنیو خلکو ته بیان کړي. د تاریخ کار دا نه دی چې حل لارې راوښیي او د علاج نسخې راکړي. د تاریخ کار دا دی چې تیر حالات په عیني ډول او بې طرفۍ سره وشني او د ټولنې د شعور او معرفت له زیاتیدو سره مرسته وکړي.

  تاریخ یو لوی مضمون دی او ټوله ماضي پکې شامله ده. خو مورخ د اوسنو مشکلاتو او اندیښنو تر فشار لاندې ، د څیړنې لپاره هغه موضوعات پکې انتخابوي چې یا له اوسنو موضوعاتو او مسایلو سره ورته والی لري او یا خلکو ته روحیه ورکوي.مثلا یو وخت داسې وي چې خلک د خپل توکم یا هیواد د پخوانیو ویاړونو د پیژندلو ارزو لري. دغه ارزو هغه وخت زیاتیږي چې ټولنه یا هیواد د زوال په حالت کې وي، چې د فساد چینجي یې ورو ورو بې سیکه کوي او د نړۍ د قامونو په منځ کې یې حیثیت مخ په کمیدو وي. په دغسې شرایطو کې شاندارې ماضي ته پناه وړل، د قام ایګو او انانیت خوشحاله ساتي او کمزورۍ یې ورپټوي.

 له هغه راوروسته چې انګریزانو په ۱۸۵۷ کې د مسلمانو مغولو حکومت په رسمي ډول ختم کړ، هندي مسلمانانو د بې حیثیتۍ او بې هویتۍ ژور احساس وکاوه. دوی تر لاس لاندې خلک شول  او سرداري ورنه انګریزانو ته لاړه. د دې لپاره چې هندي مسلمانان د وقار او عظمت احساس وکړي، مورخانو یې تاریخ ته له بل ګوټه وکتل او د شاندارې ماضي تاریخونه یې ولیکل. دغه وخت د تاریخ د داسې کتابونو د تالیف او تدوین یو لوی بهیر روان شو چې د نړۍ تمدن ته د مسلمانانو ورکړه پکې اصلي خبره وه.

  په دغو تاریخونو کې ولیکل شول چې لویديځ تمدن له هره اړخه د مسلمانانو پوره وړی دی او دغه احساس هندي مسلمانانو ته د دروغو ډاډ ورکړ. دلته لولو چې مسلمانو ساینسپوهانو، طبیبانو، فیلسوفانو او د قلم خاوندانو لویدیځ ته پوهه او حکمت وبخښل. د مولانا شبلي ، شرر او عبدالرزاق کانپوري لیکنې د دغسې تاریخونو په ډله کې شاملې دي.

  د براعظمګي د ازادۍ د نهضت په زمانه کې د هند تاریخ له نشنلست لیدلوري ولیکل شول او هندي مورخانو په تیره بیا د مغولو دوران ته ډیره توجه وکړه. هم هندوانو او هم مسلمانو مورخانو په دې اړه لیکنې وکړې چې د مغولو په ټول دوران کې د هندوستان هندوان او مسلمانان د یوه ملت په شان د یو بل په څنګ کې اوسیدل. دغه وخت مغول امپراطوران د اتلانو په بڼه معرفي شول او د هندو او مسلمان د شریک کلچر لپاره د مغولو په هڅو ټینګار وشو.

  مقصد دا چې د تاریخ له مختلفو موضوعاتو او دورانونو سره دلچسپي په مختلفو وختونو کې بدلیږي. مورخان د ماضي یوازې هغه برخه غوره کوي او کار ورباندې کوي چې د دوی اوسنیو غوښتنو ته ځواب وایي. د اروپا په منځنیو پیړیو کې چې کلیسا تر ګردو زوروره اداره وه، د روم او یونان زمانه له پامه غورځیدلې وه. خو د رنسانس او ریفورمیزم په زمانه کې چې اروپایي ټولنې د کلیسا له منګولو د راوتلو اراده وکړه او د خپلو سکیولر ایډیالونو لپاره یې د روم او یونان له تمدنونو الهام اخیستلو ته اړتیا پیدا شوه، نو د روم او یونان د تمدنونو مطالعې ته توجه واوښته. دغه مینه او توجه دومره پیاوړې وه چې مورخانو، لیکوالو او لرغونپوهانو د یونان او روم ټول لرغونی تاریخ رابرسیره او تدوین کړ.

  فعلا په انګلستان کې د راج د وخت (د انګریزانو د وخت) د تاریخ له پوهیدو او رابرسیره کیدو سره ژوره دلچسپي پیدا شوې ده چې په دې ډول د استعمار د دوران بریاوې معرفي شي. د خلکو د دې تندې د ماتولو لپاره په انګلستان کې د تاریخ د کتابونو، ناولونواو فلمونو یوه لویه  لړې روانه شوې ده چې د انګریزانو د راج د وخت ویاړونه بیانوي.

  که یو مورخ د څیړنې لپاره د تاریخ داسې برخې انتخاب کړي چې د ده د خپل وخت له مسایلو او مشکلاتو سره یې ارتباط نه وي ، نو خلک به دغسې لیکنې  خوښې نه کړي او له پامه به یې وغورځوي. دا د مورخانو دنده ده چې د اوس وخت مشکلاتو ته په پام سره لیکنې وکړي. البته دا بیا سمه نه ده چې دوی د دروغي ویاړونو په بیانولو او د حقایقو په پټولو سره له تاریخه د تریاکو کار واخلي. د دوی مسولیت دا دی چې ماضي په بې طرفۍ سره راوسپړي او په دې ډول د خلکو پوهه زیاته کړي.

1 COMMENT

  1. مسلمان او افغان تاریخونویسان البة دا دنده لری چه ددی دواړو د سرلوړی لپاره لیکنی وکړی. ښه مثال به دسید جمال الدین لنډه تاریخی لیکنه وی چه هم تاریخ او هم په هغه وخت کی حاضر ټولنیز مشکل ته یی کتلی وو. هغه افغانستان د یو مثال په توګه اسلامی نړی ته معرفی کړی وه او د هغه په ډول یی نور مسلمان حاکمان د ازادی خواته راغوښتل. په عین وخت کی یی افغانی شاهی سیستم استبدادی او غیراسلامی بللی وو. او د قاضی القضات له وجود سره سره یی د خلکو په مال او سر سرپه نکوله. دهغه نوری تاریخی نتیجی داسی مثال لری.
    تاریخ د مکتب یو بی مطلبه مضمون ندی. د تاریخنویسانو سمی او بدی نتیجی د اینده جامعی بنسټونه جوړوی او یا کږوی. نو په دی اساس تاریخنویس باید ځیرک او هوښیار وی او ددی په رڼا کی یوازی واقعیات ونوایی بلکه دواقعیاتو اساسی علت او سبب هم پیدا کړی او هغه ټول بیا د زمانی په مقتضا توجیه کړی. دلته باید ووایو چه د حاضرو واقعایاتولیکنه هم باید هراړخیزه وی او کوشش وسی د یوطرف په ګټه ونلیکل سی. ځکه تاریخنویسی د خلکو دفکر کولو لپاره ده نه د یوکس او یا ټبر د کټی لپاره.
    لیکونکی د زاړه تاریخلیکنی خبره کړی. هغه د مسلمانانو توجهپه تاریخی لحظ سره په یوه لنډه خو نیشی توګه ویلی. چه دمترجم اشتباه نوی نو هغه زه لیږ خپه کړم. لیکونکی دا ویلی:
    (په دغو تاریخونو کې ولیکل شول چې لویديځ تمدن له هره اړخه د مسلمانانو پوره وړی دی او دغه احساس هندي مسلمانانو ته د دروغو ډاډ ورکړ.)
    ددروغو ډاډ باید ویل سوای نوی ځکه دا خپله دکره تاریخنویسی له اصولو سره تضاد لری. بیا هم سید جمال الدین الافغانی یو مثال ګڼو. سید جمال دهغه زمانی مفکر او اسلامی نړی د هغه قرضداره بلل سوی. د سید جمال ابتدایی او نور تعلیم مرکز هند دی، او د هغه کار باید د هند مسلمانو د تفکر تاثیر وبولو.
    هندی مسلمانانو د انګریزانو هغه کلتوری درواغو ته جواب ویلی وو چه ویل یی دوی ترقی کړی او نور نو اسلام باید پریښودل سی او دانګریزانو رهبری ومنل سی. سید جمال او د هغه استادان تنها دا نغوښتل هغه خبری ته ځواب ووایی بلکه د مسلمانو نه یی غوښتل چه بیرته خپل تاریخ ته وګوری او له هغی نقطی نه د پیشرفت سفر پیل کړی چیری چه د هغه په مخه دروازه بنده سوی وه. په دینی لحاظ د سلفی تحریک له دی وخته شروع سو خو دمحمد بن عبد الوهاب هلوځلو هغه ته د مسخسوی لباس ورکړ او مسلمان یه د هغه په ضد قطب ته راوغوښتل. که د سید جمال خبری ټولو مسلمانانو عملی کړی وای نو کیدای سوای مسلمانان به دغربی لوبو نه لیری ساتل سوی وای. مګر هغه ونسول او ساینس پوهان لا تراوسه صرف مقلد او د اصلی فکر نه لیری پاتی دی او یا د خودغرضی په خاطر د پردیو په چوپر کی اخته دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب