Home+د نړۍ تر ټولو ستره بې پېلوټه الوتکه جوړه شوه

د نړۍ تر ټولو ستره بې پېلوټه الوتکه جوړه شوه

تاند(پنجشنبه، د قوس۲۷) ایفیوم (Aevum) کمپنۍ د نړۍ تر ټولو ستره بې پېلوټه الوتکه نندارې ته وړاندې کړه.

له دې الوتکې څخه د مځکې ټیټ مدار ته د سپوږمکۍ په وړلو کې کار اخیستل کېدای شي.

دا بې پېلوټه الوتکه یا ډرون رافن ایکس (Ravn X) نومېږي، ۲۵ ټنه وزن لري، اوږدوالی یې ۲۴ متره او پلنوالی یې ۱۸ مترو ته رسېږي.

دا الوتکه تر ۵۰۰ کیلوګرامو پورې د درنې سپوږمکۍ راکټ له مځکې شل کیلومتره لوړې فضا ته خېژولی او له هماغه ځایه سپوږمکۍ د راکټ په وسیله د مځکې لاندیني مدار ته توغولی شي.

دا بې پېلوټه الوتکه (Aevum) کمپنۍ جوړه کړې ده. تر دې وړاندې دومره لویه بې پېلوټه الوتکه نه وه جوړه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...