شنبه, مې 18, 2024
Home+پاکستان د ملا منصور دوسیه بیا راتازه کړې

پاکستان د ملا منصور دوسیه بیا راتازه کړې

عبدالمنان توحیدیار

د طالبانو مشر ملا منصور چې ۲۰۱۶ کال کې د بلوچستان په یوې سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له لوري ووژل شو، څلور کاله وروسته ورپسې دوسیه راوتلې چې ۳۰ میلیونه کلدارو پانګونه کراچۍ ښار کې لري.

جالبه دا ده چې ملا منصور دا پانګونه په مستعار نوم او جعلي شناختي کارډ کړې ده، چې اوس یې څېړنې بشپړې شوې.

دوه کاله وړاندې د ملامنصور د پانګونې په تړاو د پاکستان ترهګرۍ ضد محکمې راپور ورکړ چې د هغه پانګه یې کنګل کړې او جایدادونه یې لیلام کړي دي، خو اوس مالومه شوه چې دا هر څه د طالبانو مشر ملا منصور په جعلي نوم کړي و.

د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور دا پانګونه ځکه په جعلي نوم کړې وه چې د جګړې له درکه په لاس ورغلو پيسو باندې یې خپله پانګونه نه شوه کولی، ځکه هر کله کیدلی شول چې ښکاره شي.

طالبانو وسله وال د خپلو مشرانو له ژوند خبر نه دي چې څومره پانګونې لري او د دوی په سر او قربانیو باندې یې ځآنونو او راتلونکو نسلونو ته په کور دننه او بهر څومره هوسا ژوند برابر کړی دی.

دا یواځې د ملا اخترمحمد منصور چې د طالبانو مشر دی او ټولو ورپسې بیعت کړی و، د هغه پانګونه ده، دا سړی طالبانو ته تر ټولو پاک کس ښکاریده، ځکه یې مشر ټاکلی و، تر دې مفسد نور طالب مشران به څومره پانګونه لري.

ملا اختر محمد منصور کوم جایداد، سرمایه او فابریکې نه لري چې ۳۰ میلیونه کلدارې یې پيدا کړي وې، بلکې دا ټول یې د جګړې له درکه پيدا کړې وې او کراچۍ ښار کې یې پرې پانګونه کړې وه.

اوس چې هر څه ډاګیز شول او د ملامنصور پانګونه پیدا او د پاکستان حکومت کنګل کړه، طالبان هڅه کوي چې خپلو وسله والو ته وښيي چې دا بې ځایه تبلیغات دي او ملا منصور سرمایه نه درلودله.

دا رښتیا هم ده چې د طالبانو وسله وال جاهل او ژر تیر ایستونکي دي، نو ځکه طالب قومندانان او مشران هڅه کوي چې دا موضوع کاذب تبلیغات وښيي.

که د طالبانو وسله وال د خپلو مشرانو په ژوند او پانګې پسې پلټنه وکړي، حتما ور مالومیږي چې د جګړې له درکه یې مشرانو څومره پيسې پيدا کړي او څومره ښه ژوند یې ځانته برابر کړی دی.

خو د طالبانو جنګیالي ټوله ورځ په کلیو کې له خلکو په زوره ډوډۍ غواړي او خپل اولادونه یې نهارې شپې تیروي او بیا دې وضعیت ته د جهاد نوم ورکوي.

دا اوس ښکاره ده چې په افغانستان کې جهاد په فساد بدل شوی، د جهاد په نوم د جګړې مشران ډیرې پيسې لاس ته راوړي او څو جاهله وسله وال چې په نه په دین خبر دي او نه په ژوند، د دې جګړې قرباني کوي او خپله پرې پيسې پيدا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب