جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهقریشي، د تشدد د کمولو مسوولیت باید یوازې پر طالبانو وانه...

قریشي، د تشدد د کمولو مسوولیت باید یوازې پر طالبانو وانه چول شي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۲۶) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو ټول مسوولیت باید په طالبانو وانه چول شي.

قریشي دا خبره د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو د قطر د دفتر له پلاوي سره له خبرو وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړه.

ده وویل، اوس د سولې خبرې پیل شوي خو څنګه چې توقع کېده تشدد نه دی کم شوی.

ده ټینګار وکړ«د دې مسوولیت یوازې د طالبانو په غاړه اچول کېدای نه شي. باید ټولې خواوې رول ولوبوي.»

د افغانستان حکومت وايي چې طالبان دې اوربند وکړي او که اوربند نه کوي اورکم دې تطبیق کړي خو طالبان وايي چې د پخوا په پرتله یې تشدد کم کړی مګر اوربند نه کوي.

حاضردمه هم افغان امنیتي ځواکونه پر طالبانو بریدونو ته دوام ورکوي او هم طالبان د پخوا په شان بریدونه کوي.

طالبانو په لویو ښارونو کې لوی بریدونه درولي خو هدفي بریدونه یې زیات کړي دي. دې ډلې همداراز په ولسوالیو او ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو د پخوا په پرتله بریدونه تېز کړي دي.

دولتي ځواکونه هم هره ورځ طالبانو ته د درنو مرګ ژوبلو ادعاوې کوي.

د ملګروملتو له راپورونو سره سم په وروستیو درو میاشتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې ډېرې شوې دي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وویل، د تشدد لپاره ډېر دلایل شته او د طالبانو پلاوي په دې اړه خپل نظر ورسره شریک کړ.

قریشي زیاته کړه، پاکستان د تاوتریخوالي د کمېدا غوښتونکی دی او غواړي چې اورکم په اوربند بدل شي.«د باثباته افغانستان لپاره هراړخیزه او ټولشموله حللار پکار ده.»

قریشي دا هم وویل چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې به د جنورۍ په پنځمه پیل شي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر په وینا تراوسه پورې د سولې د بل پړاو خبرو د ځای په اړه پرېکړه نه ده شوې او هرې خوا د ځینو ځایونو وړاندیز کړی دی.

قریشي وویل چې د ملابرادر په مشرۍ یې د طالبانو پلاوي ته خپل نظر څرګند کړ او ورته ویې ویل«یو شی چې څرګند دی هغه دا دی چې په تېرو ۴۰ کلونو پېښو افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې ته ډېر تاوانونه پېښ کړي. خو دا یو تاریخي فرصت دی چې دا تاوانونه کم کړل شي او باید ضایع نه شي.»

ټاکل شوې ده چې د طالبانو پلاوی د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وویني.

طالب پلاوی پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی دی.

2 COMMENTS

  1. طالبان یوځل بیا زمونږ دسیمې د لوی شیطان مېلمانه دي ، مشر شیطان او ابلیس چټلستان به د دوی ماغزه یوځل بیا ومینځي .
    په جنګ کې د قریشي ، باجوه ، عمران خان اولادونه او پنجابیان نه مري . دلته افغانان وژل کیږي.
    طالبانو خدای ته وګورئ ، خپل خلک مه وژنئ ، د قیامت ورځ او د سوال اوځواب ورځ راتلونکې ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب