جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ وايي، د علي وزیر نیول کېدل له شرمه ډک عمل...

محسن داوړ وايي، د علي وزیر نیول کېدل له شرمه ډک عمل دی

 تاند (چهار شنبه د قوس ۲۶) پاکستاني پولیسو په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی علي وزیر نیولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تایید کړې چې ددې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر پاکستاني پولیسو نیولی او زیاته کړې یې ده چې دوی به د پښتنو په سیمو کې د روانو ظلمونو له امله خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ښاغلي پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د علی وزیر په پشاور کې د پولیس له خواه ګرفتاری د ریاست د جبر پالیسی تسلسل دائ. د خپلې خاورې د سولائیز ژوند د پاره به زمونږ مباریزه دوام لری. د دې ناوړی عمل خلاف به تحریک خپله تګلاره اعلان کوی.»

د پېښتون ژغورنې غورځنګ بل فعال غړی محسن داوړ وايي، د علي وزير نيول کېدل په کلکو ټکيو غندي او د ژر خلاصېدو غوښتنه يې کوي.

ښاغلي داوړ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پداسې حال کې چې طالبانو ته په اسلام اباد کې په سرو غالیو هرکلی کیږي د علي وزیر نیول کیدل له شرمه ډک عمل دی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې د پاکستان پولیسو نن د پښتون غورځنګ غړو ته اجازه نه ورکوله چې په پوځي ښوونځي باندې د برید ۵ تلین ونمانځي او د قرباني ماشومانو لپاره عدالت وغواړي.

پښتون غورځنګ باور لري چې دا برید د پاکستاني ریاست د ناسمو پالېسیو پایله ده او وايي چې د دې برید د څېړنو لپاره ګمارل شوي کمیسیون تر اوسه معلومات نه دي خپاره کړي.

1 COMMENT

  1. د پنجاب فوجی واکمنانو تاسی پوه شی چه دپښتنو مشرانو په ځورولو يا پآ ڼسی کولو ډپښتون قوم غږ چوپ کولای نه شی بلکه نور هم زیاتیږی او دا مبارزه پر مخ ځی۰
    څومره چه فشار زیاتیږی مبارزه شدت مومی۰
    د پښتنو د مبارزی کاروان پر مخ روان دی او ورځ تر بلی منسجم کیږی ژر دی چه د پنجاب
    د ظلمونو لړی ختمه او د انتقام اخستلو وخت راورسیږی۰
    د لر او بر پښتنو د یووالی په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب