جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمعصوم ستانکزی: ډېر ژر به د سولې خبرو د دویم پړاو ځای...

معصوم ستانکزی: ډېر ژر به د سولې خبرو د دویم پړاو ځای مشخص شي

تاند (چهارشنبه د قوس ۲۶) د افغان حکومت مذاکراتي ټیم چې له نژدې درې میاشتو وروسته کابل ته ستون شوی نن یې په سپیدار ماڼۍ کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیده کاته وکړل.

د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي یادې ناستې ته په خبرو کې وویل، په نژدې راتلونکي کې به د سولې د خبرو د دویم پړاو ځای مشخص شي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، سره له دې چې د بین الافغاني خبرو پاتې پړاوونو ته د افغانستان په داخل کې ترجېح ورکوي، خو په وینا یې د سولې مذاکراتو ځای باید د دغو خبرو د دوام پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، په قطر کې د سولې د خبرو پر مهال د حکومت د خبرې کوونکې ډله کې هېڅ راز اختلافات نه و او په دې اړه خپرې شوې خبرې یې یوه شایعه وبلله.

نوموړی وايي، قطر ته د مذاکراتي پلاوي پلاوي له تګ مخکې داسې تبصرې کېدلې، چې د پلاوي ترمنځ خپلمنځي اختلافات شته او دا اختلافات به د سولې پروسې بهیر له یو شمېر ننګونو سره مخامخ کړي خو داسې څه ونه شول.

ده د خپلو خبرو پر مهال وویل، د دولت مرکچي پلاوي ښه فعالیت د دې سبب شو، چې دا ټول اټکلونه غلط ثابت او د سولې برخه کې هیله مندي زیاته کړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر یاد پلاوي ته په خطاب کې وویل چې د بین الافغاني خبرو پر مهال مو په پوره حوصله مندۍ او ښه توګه د افغان ولس استازیتوب وکړ.

ده زیاته کړه: «د جګړې ختمېدو او د سولې د ټنګښت یواځینۍ لار د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی».

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب طالبان ته وړاندیز کړی و چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو دې په کور د ننه تر سره شي.

حمدالله محب ټینګار کړی و چې د سولې خبرو راتلونکي پړاوونه باید په افغانستان کې پر مخ یووړل شي، څو افغانان له دغه بهیر ښه څارنه وکړي او د سولې مرکچیان هم له نږدې د خلکو له درده خبر شي.

د ملي امنیت له سلاکار وروسته، ولسمشر اشرف غني هم د نوموړي وړاندیز تایید کړ. ولسمشر چې د دوشنبې په ورځ یې د کابینې په غونډه کې خبرې کولې د حمدالله محب له دغه وړاندیز ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې افغانان په هر حال او د افغانستان په هره سیمه کې له طالبانو سره خبرو کولو ته تیار دي.

طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه په څرګندو الفاظو کوم څه نه دي ویلي.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روان کال د سنبلې میاشتې په ۲۲ نېټه پیل او د قوس په ۲۲ پای ته ورسېد.

د دواړو لوریو مرکچیانو د دویم پړاو له خبرو مخکې د درې اونیو لپاره د دمې خبر ورکړی دی او ټاکل شوې چې دویم پړاو خبرې د راتلونکي جدي میاشتې په ۱۶ بېرته پیل شي.

د دولت مرکچي پلاوی سه شنبه شنبه ناوخته کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې د حکومت له مشرتابه سره د دویم پړاو مذاکراتو پر څرنګوالي خبرې او سلا مشورې وکړي.

طالب پلاوی بیا د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه د خبرو له پاره اسلام اباد ته تللی او ټاکل شوې چې هلته له د صدراعظم عمران خان او یو شمېر نورو جګپوړو پاکستاني چارواکو سره د خبرو د اجنډا په اړه مشورې وکړي.

1 COMMENT

  1. دا خو ډېره عجیبه او بدرنګه خبره ده چط طالبان د هدایت اخستلو لپاره ای اس ای ته منډې وروهي او د هغوی نه احکام اخلي. دا کار طالبان په بله توګه هم کولای شي. ځان دې نه شرموي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب