شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورسینمادپيکا پاډوکون: په ګرځبندیز کې مې لوی ساتیری رنویر سینګ و

دپيکا پاډوکون: په ګرځبندیز کې مې لوی ساتیری رنویر سینګ و

تاند(جمعه، د قوس ۷) په هند کې د کورونا ويروس له امله سخت ګرځبندېز لګول شوى و، چې د نورو خلکو په څېر مشهور شخصيتونه هم په کورونو کې بند پاتې و، خلکو ټولنيز واټن ساته، د خپلوانو او ملګرو سره د ليدنو، چکر او نور هر څه باندې بندېز و، چې په داسې وخت کې ډېر خلک په کورونو کې هم تنګ شوي و.

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره دپيکا پاډوکون به هم ښايي ډېره تنګه شوې واى، خو که چېرته رنوير سينګ له هغې سره يو ځاى نه واى.

دپيکا پاډوکون له هندۍ ورځپاڼې (هندوستان ټايمز) سره په خپله مرکه کې د ګرځبندېز پر مهال تجربې شريکې کړې.

نوموړې وويل: (ګرځبندېز د ډېرو خلکو لپاره يو سخت وخت و، نو ځکه په دې وخت کې چې ما څه محسوس کړ، هغه شکر کول و.)

هغې د رنوير سينګ په اړه وويل:(له يو بل سره په کور کې اوسېدل او خوندي اوسېدل يو ستر نعمت و، شکر دى چې موږ دواړه په ګرځبندېز کې يو ځاى و، له دې پرته موږ ته نور څه پکار و.)

د کورونا په دې اوسني وخت کې د فلمونو د ثبت په اړه دپيکا پاډوکون وويل: (اوس موږ ټول د احتياطي تدابيرو په عملي کولو سره د فلمونو ثبت ترسره کوو، موږ ماسکونه اغوندو او هر وخت خپل لاسونه په سنيټايزر باندې پاکوو.)

نوموړې همدا راز زياته کړه: (اوس موږ په يو خوندي ماحول کې کار کوو، په پيل کې دا ډېره جالبه او نوې خبره وه، خو اوس موږ د دې هر څه سره عادي شوي يو.)

د يادولو وړ ده چې دپيکا پاډوکون په دې وروستيو کې د شکون بترا راتلونکي فلم، چې تراوسه پورې يې نوم نه دى اعلان شوى، ثبت پاى ته ورساوه او له هغه وروسته يې د شاه رخ خان او جان ابراهام سره د راتلونکي فلم (پټان) لپاره ثبت پيل کړى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب