Homeخبرونهد آبکمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د آبکمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

تاند (جمعه د قوس ۷) د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژلی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ملا امین الله چې په خادم مشهور وو، تېره شپه هغه مهال له خپلو ۷ ملګرو سره ووژل شو چې ددې ولسوالۍ په ځینو برخو یې د بریدونو پلان درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې له افغان هوايي ځواکه هم کار اخیستل شوی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...