جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپومپیو: د دوحې له تړون وروسته افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه...

پومپیو: د دوحې له تړون وروسته افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کم شوي دي

تاند(جمعه، د قوس ۷) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غواړي چې امریکایي سرتیري په هغو سیمو کې پاتې شي چې شتون یې د امریکا لپاره ګټه نه لري.

پومپيو له فاکس نیوز ټلویزیون سره له افغانستان د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه ویلي، چې د امریکا د امنیت تامین د دې هېواد د عسکرو په شمېر پورې اړه نه لري او امریکايي ځواکونه د دې هېواد پر وړاندې هر ګواښ ته ځواب ویلی شي.

نوموړي ویلي، چې د دوحې تړون څخه وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې ګواښونه د پام وړ کم شوي دي.

هغه زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لاهم لوړه ده.

پمپیو داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د تیرو دوو میاشتو راهیسې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي دي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي، خو په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...