شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورسینماارمينا خان: يوازې په مثبتو کردارونو اداکار پرمختګ نه شي کولى

ارمينا خان: يوازې په مثبتو کردارونو اداکار پرمختګ نه شي کولى

تاند(جمعه، د قوس ۷) د پاکستاني او کاناډايي فلمونو او سريالونو مشهوره اداکاره ارمينا خان وايي، چې هېڅ اداکار يوازې په مثبتو کردارونو ترسره کولو د اداکارۍ په برخه کې پرمختګ نه شي کولى.

ارمينا خان چې په کاناډا کې زېږېدلې، خو اصلاً پاکستانۍ ده، په پاکستاني، کاناډايي او هندي فلمونو او سريالونو کې کار کړى او ډېر نوم يې ګټلى دى.

نوموړې له بي بي سي سره په خپله يوه مرکه کې وويل، چې په يو ډول کردارونو ترسره کولو چې يو څوک هر څومره خواري وکړي، هېڅ بدلون پکې نه شي راوستلى او نه هم په يو ډول کردارونو ترسره کولو کوم اداکار پرمختګ کولى شي.

نوموړې همدا راز زياته کړه، چې په ټولنيزو رسنيو کې مې څو څو ځلې دا خبره کړې ده، چې زه غواړم يو څه بدل کردارونه ترسره کړم او په ټولنه کې مثبت بدلون راولم، دا ډول کيسې ډېرې کمې ليدل کېږي او مقابله سخته ده، ځکه زه په پاکستان کې نه اوسېږم، نو له داسې څه وروسته پاتې کېږم.

ارمينا خان اوس مهال په (محبتين چاهتين) سريال کې منفي کردار لوبوي، هغه وايي، کله چې ورته په دې سريال کې د کار کولو وړانديز وشو، نو هغې فکر وکړ، چې دا هغه ډول سريال نه دى، چې يې دې په اړه فکر کاوه، دا ډېر بدل کردار دى.

د يادولو وړ ده چې ٣٣ کلنه ارمينا خان د کاناډا په ټورنټو کې زېږېدلې ده، هغه په اصل کې پاکستانۍ ده، چې په ٢٠١٣ کال کې يې موډلنګ او اداکاري پيل کړې ده.

نوموړې لومړى په پاکستاني سريالونو کې کار پيل کړ، چې وروسته يې په ځينو کاناډايي او هندي سينما کې هم کار وکړ، خو هغه په پاکستان کې ډېره مشهوره ده، چې په سريالونو او فلمونو کې يې خلکو کار ډېر خوښ کړى دى.

1 COMMENT

  1. If you draw a line in the middle of her face to pass along the length of her nose, the two side of the line seems to look identical, a criteria for being pretty!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب