شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورسینماساره علي خان د وکي کوشل سره په نوي فلم کې کار...

ساره علي خان د وکي کوشل سره په نوي فلم کې کار کوي

تاند(جمعه، د قوس ۷) د باليووډ فلمونو مشهور اداکاران ساره علي خان او وکي کوشل په نوي فلم کې يو ځاى کار کوي.

دا فلم چې (ايمورشل اشواتما) نومېږي، په راتلونکي کال کې به يې ثبت پيل شي.

د راپورونو په وېنا، وکي کوشل تر دې مخکې د دې فلم پروډيوسر روني سکريووالا سره په (اوړي – دي سرجيکل سټرايک) فلم کې کار کړى دى او يو ځل بيا د ياد پروډيوسر سره په نوي فلم کې يو ځاى شوى دى.

همدا راز په دې نوي فلم کې به د وکي کوشل سره ساره علي خان ښځينه مرکزي کردار ادا کړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې دا فلم به د ٩٠ ورځو په دوران کې د هند په بېلا بېلو ځايونو او همدا راز په يو شمېر بهرنيو هېوادونو کې ثبت شي.

د فلم په کيسه اوس کار روان دى او ويل کېږي چې ډېره ژر به دا کيسه وروستۍ شي، همدا راز ساره علي خان اوس مهال د دهنش او اکشى کمار سره په (اترنګي رى) فلم کې کار کوي، چې د ياد فلم د ثبت پاى ته رسولو وروسته به د دې فلم لپاره ثبت پيل کړي.

د دې فلم ثبت به د ٢٠٢١ کال په فبرورۍ مياشت کې پيل شي.

په راپور کې دا هم ويل شوي دي، چې د فلم له ثبت څخه مخکې به څلور مياشتې وکي کوشل ته ځينې ځانګړي ټريننګونه ورکړل شي، تر څو د فلم د کردار لپاره په ښه ډول تيار شي.

دا فلم يو اېکشن فلم دى، چې وکي کوشل د دې لپاره مارشل ارټس، کراو ماګا، جوجوتسو او د اس ځغلونه زده کوي.

ياده دې وي چې د ساره علي خان يو بل فلم (کولي نمبر ١) چې د ورون دهون سره يې پکې کار کړى دى، په راتلونکې مياشت کې په انلاين بڼه خپرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب