جمعه, فبروري 6, 2026
Homeکلتورسینماد لاجورد فلم ملي فیستوال ۱۰ ورځې دوام کوي

د لاجورد فلم ملي فیستوال ۱۰ ورځې دوام کوي

تاند — د افغان فیلم په نوښت د لاجورد په نوم د فیلم لومړۍ ملي فیستوال په کابل کې پرانیستل شو.

په دغه فیستوال کې سلګونو سېنماګرانو، فلم جوړوونکو او هنرمندانو د د افغانستان له بېلابېلو برخو او له بهر څخه ګډون کړی دی.

دا فسټیوال پرون شنبه د روانې قوس میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی او ټاکل شوې چې د همدې میاشتې تر لسمې نېتې دوام پورې دوام به دوام وکړي.

د افغان فیلم رییسې صحرا کریمي پرون شنبه د یاد فیستوال په پرانیستغونډه کې وویل، په دې فیستوال کې به ۵۵ فیلمونه په داستاني، مستندو او انمېشن ژانرونو کې د کابل په بېلابېلو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

د مېرمن کریمي په وینا، دا فیشنوال د افغان فیلم په نوښت او څو خصوصي شرکتونو په مالي ملاتړ جوړ شوی دی او موخه یې په هېواد کې د سېنما فرهنګ عامول او د سېنما او خلکو تر منځ واټن ختمول دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د دولت تر څنګ باید خصوصي بنسټونه هم سېنما ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو پرمختګ وکړي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې روانه جګړه او د سینما صنعت ته د دولت او خصوصي سکتور له لوري نه توجه کول هغه څه دي چې سینما پرمختګ نه دی کړی.

لاجورد فیستوال په داسې مهال په کابل کې پرانیستل شوه چې په د دغه ښار په مختلفو برخو ۲۳ توغندي ولګېدل، خو سېنماګر په دې اند دي چې فلم هر وخت د ښار څېرې ته تغیر ورکولی شي، نو باید په دې برخه کې پرمتګ رامنځته او کار ورته وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...