شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورسینماثناخان: موږ د الله د رضا لپاره واده کړى

ثناخان: موږ د الله د رضا لپاره واده کړى

تاند(یکشنبه، د عقرب ۲) د باليووډ پخوانۍ اداکاره ثنا خان چې تېره مياشت يې د اسلام په خاطر فلمي نړۍ پرېښوده، په ټولنيزو رسنيو کې د خپل واده عکس خپور کړى دى او ليکلي يې دي چې دوی د الله د رضا لپاره له يو بل سره واده کړى دى.

ثنا خان چې د هند د ګجرات ايالت اوسېدونکي ده له يو ديني عالم مفتي انس سره يې واده کړى دى، په انسټاګرام کې يې د خپل واده يو عکس خپور کړى.

ثنا خان په انسټاګرام کې د خپل واده له دې عکس سره په کېپشن کې ليکلي:(موږ د الله تعالى د رضا په خاطر له يو بل سره مينه کوله او د الله د رضا په خاطر موږ له يو بل سره واده وکړ.)

هغې همدا راز زياته کړې ده: ((زما دعا ده چې الله تعالى دې موږ په دې نړۍ کې هم يو ځاى وساتي او په هغه نړۍ کې دې هم موږ يو ځاى کړي.))

په اخره کې ثنا خان د قرآن کريم د يو آيت ژباړه هم ليکلې ده.

د يادولو وړ ده چې د بالي ووډ فلمونو پخوانۍ اداکارې ثنا خان تېره ورځ د ګجرات اوسېدونکي ديني عالم مفتي انس سره واده کړى و، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې د واده عکسونه او ويډيوګانې لاس په لاس کېدې.

ثنا خان د واده په ورځ سپين کالي اغوستي و او سپين حجاب يې هم کړى و، خو تازه چې نوموړې کوم عکس خپور کړى دى، په هغې کې ثنا خان بيا د واده سره جوړه په تن کړې ده.

ثنا خان اداکاره او ښه موډله وه خو تېره مياشت يې هر څه پرېښودل او وې ويل، چې خپل ژوند به د اسلام د لارښوونو سره سم تېروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب