شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتد پاکستان کرکټ بورډ وايي افغان لوبډله پاکستان ته ور غواړي

د پاکستان کرکټ بورډ وايي افغان لوبډله پاکستان ته ور غواړي

تاند — د پاکستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس وسیم خان وایي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د لوبو لپاره پاکستان ته ور وغواړي.

نوموړي ویلي، دوی به ډېر ژر د افغان کرکټ بورډ له مشرانو سره د دواړو هېوادونو تر منځ په لوبلړیو بحث وکړي.

هغه ورسته له هغه دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې تېره اونۍ د پاکستان صدراعظم عمران خان په یو ورځني سفر کابل ته راغلی و.

عمران خان په کابل کې د ولسمشر غني په ګډون له ګڼ شمېر نورو افغان چارواکو او د افغانستان د ملي ټیم له لوبغاړو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې افغان لوبغاړو هغه ته لاسلیک شوی بېټ هم ډالۍ کړ.

وسیم خان زیاته کړې چې عمران خان افغان لوبډلې ته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې او دوی به ډېر ژر دغه مسئله د افغانستان له کرېکټ بورډ سره شریکه کړي.

عمران خان د پاکستان یو له پخوانیو کرکټرانو څخه شمېرل کېږي، چې سیاست ته له راتګ سره سم په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان صدراعظم وټاکل شو.

1 COMMENT

  1. پنجابستان ته اوس مهال د خراب امنیت یا د ترویزم له امله نړیوالې لوبډلې سفر نه کوی که څه هم یو دوو لوبډلو څه وخت وړاندی سفر کړی و خو هغه لوبډلی دومره د پام وړ نه دی یا یی مهم لوبغاړی دغه جعلی هیواد ته لیږلی نه وو ، اوس پنجاب غواړی چی د افغان لوبډلی په ورتګ سره خپلی لویدلی کریکټ بیا ورغوی او یو ځل بیا د نړیوالو لوبډلو کوربه توب وکړی، موږ د افغانستان کریکټ بورډ غږ کوو چی پنجاب ته افغان لوبډله پرینږدی او تګ اړین وی نو لومړی باید پنجاب لوبډله افغانستان ته سفر وکړی تر دی وروسته که افغان لوبډله سفر وکړی فرق نه کوی،
    تر دی زیات مفت او یو طرفه امتیاز پنجاب ته ورکول ملی خیانت دی او څوک چی کوی ملی خاین دی.
    ژوندی دی وی لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب