شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeټولنیزطرح اصلاح نظام تعلیمی و تحصیلی

طرح اصلاح نظام تعلیمی و تحصیلی

نوشته: استاد رحمت ځواکمن

اینجا را کلیک کنید

13 COMMENTS

  1. گرانو دوستانو، پوهانو،لیکوالو، استادانو او محصلینو!
    هیله ده د هېواد د ښوونیز او تحصیلي نظام د اصلاح طرحه، چې همدلته د تاند په پاڼه خپره شوی ده، په غور سره ولولۍ، څرنګه چې د پرزنتیشن او پ د اف په بڼه ده، نو پرانستل یې لږه ستونزه لري خو چې پرانستل شي، موضوعات يې لنډ او لوستل يې ستومانوونکي نه دي.
    تاسی به د تعلیمي او تحصیلي نظام په اصلاح کې هم مرسته کړي وي، که ددی طرحي په هکله خپل ګټور نظرونه ورکړۍ، خپلو پاڼو ته یې شریکه کړۍ، تر څو تر اړوندو چارواکو او مینوالو پوری ورسیږي او یوه عملي بحث ته لار پرانیزي.
    د تاند د ویبپاڼې له درنو چلوونکو هم مننه کوم، چې د خپله اصلي د پرزنتیشن په بڼه یې خپره کړه او هیله ده چې تر ډیره يې په پورتنۍ برخه کې وساتي، تر څو تر ډیرو چارواکو ورسیږي
    په درنښت
    پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
    د پوهنتون استاد او د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلی نصاب پخوانی سلاکار

  2. نظر بسیار علمی، ژرفبین ،متوازن، بسیار بدرد بخور مطابق استعداد و توانایی های کار ی متعلمین ومحصلان و هم مطابق ضرورت جامعه و مراجع کار دهنده میباشد.
    در اکثر کشور های اروپایی و دول پیشرفته جهان چنین سیستم مناسب جذب جوانان وجود دارد و موفق میباشد.
    از داکتر صاحب ځواکمن هم تشکر باید کرد از چنین طرح موجز و موثر و قابل فهم شان.

  3. این طرح یک پیشنهاد علمی،قابل تطبیق و در سایر کشور های پیشرفته جهان عملی گردیده است. و نتیجه موثر و متوقعه از خود به جاگذاشته است.
    با این سیتم اغلب نیاز مندی های بازار کار مرفوع میگردد
    وبرای فارغان زمینه کار یابی بهتر وموثرتر را فراهم میکند و
    کشور های اروپایی به کمک چنین سیتم موثر آموزش
    و پرورش در مکانب و پوهنتون ها نتایح دلخواه را بدست آورده و فارغان در رشته های مورد علاقه شان مصروف میگردند و در رشد و انکشاف جامعه ومیهن بسیارموثر واقع
    میگردد.
    از جناب داکترځواکمن هم باید تشکر کرد ازچنین طرح علمی وعملی شان!

  4. رښتیا هم ښه لیکنه ده. زما لپاره خو ډېره ګټوره ښکاره شوه. استاده خدای دې اجرونه او عوضونه درکړي.
    رشید

  5. انجنیر صاحب پاییز گرامی، ممنون شما که طرح اصلاح نظام تعلیمی و تحصیلی کشور را مطالعه نمودید و نظر ارزشمند تانرا دربارۀ آن نیز ارایه نمودید.

    قدرمن رشید صاحب، له تاسو هم مننه چې طرحه مو په غور لوستی او خوښه شوی مو ده. ستاسی نظریات د قدر ود دي، هیله ده نور دوستان هم د نوموړی طرحي په لوستلو، چارواکو ته په رسولو، تکثیر او شریکولو کې مرسته وکړي او په خپلو ګټورو نظریاتو سره د تعلیمي او تحصیلي نظام په اصلاح کې خپل مثبت رول ولوبوي.
    ژوندي او سرلوړي اوسئ

  6. سلام
    تعلیم او تر بیه دمنطقی سیالی بر بنا نه دسیاست او هوس
    زما هدف له تبصرې نه نیوکه اوځان ښودنه یا تظاهر نه دی اونه کومه بله ستونزه کله چې موږ د طرحې ،اصلاح او نظام څخه بحټ کوو نو سوال پیداکیږی چې کومه طرحه؟ د تعلیمی پروګرامو نو اصلاحی ،علمی اوعملی تیوریکی اصلی بڼه او دتعلیمی نظام موډل .لمړی دتعلیم او
    تربیې ریفورم دوم دتعلیم او تربیې ابتدایی ابزاراووسایل، د تعلیمی نصاب شتون چې دټولو ملیتونو په کچه چمتو او برابر وی او تشکیلاتی برخې اداری او ښوونیزه برخو د مسلکی استادانو ګمارل د پوهې تجربې او افاقی معلومات پر معیار
    راغلو د معاصرې تکنالوژی او دیجیتالی سیستم او انلاین پروګرامونه په هکله داهم ضرور دی وایی چې دنوی اشنا په خاطر بخوانی دوست له یاده مه باسی. دیجیتال خپله څه نشی کولی بیا هم یو چاته ضرورت لری چې په کار یی واچولی شی فلهذا هېح وخت پیاوړی تعلیمی سیستم فرسوده او له منځه تللی نشی
    زه دتعلیم اوتربیې،نصاب اوتشکیلاتو برخو کې تاسره موافق نه یم او دغه برزنتېشن کې ورته والی وینم

  7. شریف زاد صاحب سلام او درناوی، له نظر او تبصری مو مننه.
    داسی څه مو لیکلي چې زه یې د ځوابولو اړتیا نه وینم. نور مسلکي لوستونکي او د نظر خاوندان به خپل قضاوت کوي.
    که ځواب مو درکوم نو باید په هره جمله مو یوه بله لیکنه وشي.
    .داچې لیکنه مو لوستی او خپل نظر مو شریک کړي، منندوی مو یم.
    روغ او بریالي اوسۍ

  8. سلامونه ښاغلی ځواکمن سیب
    تاسو ندی لیکلی ستاسو نوشته د چا لپاره ده. اکادمیک ښکاری. خو د اکادمیک پریزینیشن ځینی خاصی نلری. له معمولی پیشنهادی طرز او بڼی هغه خوا ځینی خلاګانی می ترسترګو سوی.
    د مکتب دوره دهمهغه زوړ نظام ادامه او دوره یی اوږده معلومیږی.
    که دیارلسم او پنڅلسم صنفونه د دیپلوما دوره وی نو ښه ده خو هغه د عادی ثانوی تعلیماتو په دوره کی شمارول به ښه نه وی.
    له اوم صنف نه نیولی تر دولسمه باید شاګردان په خاصو رشتو کی وروزل سی کوم چه د هغوی استعداد تقاضا کوی. دا په دی معنی چه په سیانسی سټریم، اقتصادی سټریم او حرفئی او داسی نورو باندی وویشل سی او هغه بیا د مکتب تراخیره ووایی. د مکتب فارغان به په لازمه فابریکو او نور د کار په ځایو کی د استخدام وړ وی. دیپلوما باید ډیر خاص سکیل لپاره وی او د یوه مسلک ابتدایی ضروریات پوره کړای سی.
    تاسو د کانکور خبره هم کړی. زما له نظره تاسو باید د فنلند او یا جاپانی او کوریایی نظامونو ته کتلی وای. اوسنی افغانی درسی نظام نه پوهیږم د چا دی. داس ښکاری امریکایی وی. زما پّ نظر کانکور علمی دیموکراسی وژنی او دا به د شاهی دوری په طبع برابر وو ځکه هغه یوازی د خاص سیکتر په فراخوالی کی لټ نظام وو. د اسیایی او نورو پیشرفته او پیشرفتکونکی دولتو نمونی و کوری چه هغوی ثانوی دوری څنګه اداره کوی. ابتدایی او ثانوی دوری د مرکز لخوا اداره کیږی. نو په دی اساس نصاب او امتحانونه مرکز په غاړه اخیستی وی. نو بیا صنفی امتحان د کانکور امتحان ځای لری. دلته لیږ دقت ته ضرورت ده چه شاګردان د هری دوری په اخر کی عمومی امتحان لری او هغه نو د کانکور په نوم ویلای سو.
    ستاسو د پوهنتونونو د رشتو طبقه بندی شاید معاصر فکر سره فرق ولری. هم د علومو طبقه بندی هم د ښونځیو. البة زه د اوسنی وزیر خبره نکوم چه دری زره رشتی باید وویل سی. افغانستان باید د خپل ضرورت په بنا هغه رشتیی راوړی چه په هغه کی د تخنیک او اقتصاد چرخ تاو سی. ستاسو د اقتصاد او اجتماعی علومو ګډوډه طبقه بندی ښیی چه یا تاسو کاپی پیست شوی شیان ویلی او یا مو د اجتماعی علومو په محتوا پوره فکر ندی کړی. په سیانسی علومو کی مو زمینشناسی، محیط زیست، معادن تعلیم و تربیه او نور بیا په اقتصادی او اجتماعی علومو کی ویلی دی. داسی ګډوډی باید لیری سوی وای. هره ښونځی شاید هم سیانسی او هم اجتماعی اړخ ولری. هغه باید د ضرورت په اساس وویل سی نه د علومو د طبقه بندی. زه به قانون او شرعیاتو مثال ووایم: دا رشتی هم فلسفی او اجتماعی دی او هم سیانسی. که د یوه قانون په یادولو کی خبره وی نو اجتماعی او که بیا په هغه نقد شی نو بیا فلسقی او سیانسی دی. یو لیکونکی باید ووایی چه قانون ته یی له کومی زاویی نه کتلی. زمینشناسی دومره لوی ځای دی چه هغه ډیری شعبی لری. دا چه په ساده ساینس، عملی ساینس او یا اجتماعی ساینس او بله طبقه باندی ولاړه ده مهمه نده. مهمه دا ده چه د وطن د ابادولو په کومه برخه کی دا معلومات او پوهنه په کار لویږی. په دی پوری قانون، عامه اداره، هندسه، بنایی اداره، سروی او نقشه سازی، کلیوال او ښاری پلانونه، املاک او د عامه ځمکو ثبت او هم سیول انجنیرینک راتلای سی.
    دا ټول هم په يوه پوهنځی کی او یا زیاتو پوهنځیو کی ویل کیږی. لیکونکی باید خپل لیکنه په همدی ابتدایی او ثانوی طبقه بندی باندی شامله کړی وای.
    دا چه افغانستان اسلامی دولت دی نو باید د معارفو پروګرامونه په همدی لید باندی ولاړ وی. د تیرو سلو کلونو اشتباه یی تکرار کړی ده. زه د لیکونکی نه د یو مفکر او دوراندیشه په توګه دا انتظار کوم چه په مطلب ولاړ ځواب راته ولیکی او داسی ونه وایی چه د کتابونو لیکلو ته ضرورت لری. یو طراح او مفکر باید د لویو کتابونو خبره په یوه جمله کی وویلای سی.
    د قانون او سیاسی علومو پاکولته او د شرعیاتو به پاکولته د اساسی قانون يه خلاف بللای سو. اوسنی نصاب د اروپای دینضده طبقی لخوا یو چل دی چه په مسلمانانو تحمیل او یا تلقین سویده. دا چه اسلام د وطن دین دی او هرقانون باید په هغه متکی وی نو بیا باید دا دواړه پوهنځی سره ګډ سی او اسلامی او اروپایی قانون په یو ځای وویل سی. حتی قانون او سیاسی علوم بیل پوهنځی لری. د قانون او سیاسی علمو ګډول د معاصر فکر نه خلاف کار دی.
    هیله ده ځواکمن سیب زما خبری د خپلی طرحی په لا ښه والی کی استعمال کړی.

  9. ثابت صاحب سلام او درناوی، الله دی خیر درکړي چې لیکنه مو لوستی او خپل نظر مو ورکړي. ستاسی نظر د درنښت وړ دی. غواړم ستاسی په ځواب کې ووایم: لیکنه یوازی د وضاحت او لنډیز لپاره په پاور پاینت پروګرام کې لیکل شوي. دا یوه طرحه ده که د پرزنت کولو ځای یې راغی، بیا په هرسلاید زیاتی خبری او بحث کیدلای شي. فکر کوم تاسی د افغانستان د ښوونیز او تحصیلی سستم له جوړښت خبر نه یاست، کیدای شي زده کړی مو بهر کړی وي.
    زموږ ثانوی دوره تر دولسم ټولګي ده ستاسی په اصطلاح دیاررسم او پنځلسم نه لري. له دولسم ټولګي وروسته زده کوونکي لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته شاملیږي.
    ما د لوړو زده کړو اوسنی موجود پوهنځي او رشتی په نظر کې نیولي، ما له ځانه پوهنځي او رشتي نه دی رامنځ ته کړي.
    یوازی له نهم ټولګي وروسته می رشتی طرحه کړي او د حرفوي او تیوریکي رشتو لاری می بیلی کړي. د تعلیم او تربیې پوهنځي او پوهنتون ښوونکی روزی او زیاتی رشتی لري ، نو ځکه هم له ساینس او هم له اجتماعیاتو هلته شاګردان زده کړو ته ورتلای شي.
    تاسی هغه مهال پوره نظر ورکولای شئ چې اوس مهال د افغانستان د ښوونځیو او لوړو زده کړو د سستم په هکله معلومات ولرۍ.
    په پای کې باید ووایم چې دا یوه طرحه ده او داوسنی تعلیمی او تحصیلي سستم اصلاحات په کې مطرح شوي. هغوی چې عملا د افغانستان په تعلیمي او تحصیلي ډګر کې پوخت دي او ستونزی ورته معلومی دي، کولای شي په هره موضوح خپل بحث ولري او د شرلیطو او امکاناتو مطابق اصلاحاتو ته لاره هواره کړي.
    څرنګه چې دا ډیره جامع موضوع ده او تاسی هم ډیر مسایل مطرح کړي ، کیدای شي ستاسی پوښتنی بی ځوابه پاته شوی وی.
    یوازی دومره وایم چې زما اصلی هدف له نهم ټولګي وروسته شاګردان پر حرفوي رشتو او ښوونځیو او همدارنګه په تیوریکي رشتو چې بیا پوهنتونونو ته ځي ویشل دي. همدارنګه د کانکور ازموینی انخصار پنځوس فیصدو ته را ټیټول او د ښوونځیو ازموینو ته هم ارزښت ورکول دي. چې البته دا ټول په نورو ځانګړو طرحو کې تنظیمیدلای شي.
    له نظره مو مننه، هیله ده یو څه مو ستاسی قناعت خاصل کړی وي.
    په درنښت

  10. قدرمن ثابت صاحب، ستاسی د لیکنی د ځنو ټکو په مقصد سم پوه نه شوم خو فکر کوم زما هدف هم ستاسی د نظر مطابق دی، ما دیارلسم او پنځلسم ټولګي په ثانوي دوره کې نه دی شامل کړي.
    که ستاسی بل هدف د ښوونځیو کالنیو ازموینو ته ارزښت ورکول وي او له دولسم ټولګي وروسته سرتاسري عمومي دولتي کا نکور ازموینه ردوۍ، نو ما هم دا هڅه کړي چې د کانکور اوسنی انخصاري حالت او ارزښت را کم شي.
    ستای مطح شوي مسایل او نظریات په خپل ډول ارزښمتن دي، زما هدف
    هم د تعلیمي او تحصیلي نظام په اصلاحاتو د نظر د خاوندانو او مسلکي کسانو نظرونو ته لاره پرانستل دي.
    ژوندي اوسۍ

  11. ځواکمن سیب مننه
    بلی د ثانوی تعلیماتو په هکله مونږ په عمومی شکل سره موافق یو. هغه جه ما و نلیدل هغه د حرفوی او مشخص لاسی کسبونو تعلیم وو. مثلا نجاری، معماری، او داسی نور چه اوس په پرمختللودولتو کی وجود لری. داسی کسبونه د هیواد داقتصاد زیاته برخه نیسی او زه فکر کوم اوس به لا هم پاکستانی او نور کسبکاران داسی خدمات په کابل کی عرضه کوی. په برخه هغه هلکان او جینی کی درس وایی چه د لاس په کار کی هوښیار وی خو نظری تعلیم یی بد ایسی.
    یوه بله خبره دا ده چه دثانوی تعلیم باید په دی هدف تنظیم سوی وی چه زده کونکی د هیواد د پوهنتونو په لازمو ښونځیو کی ابتدایی یا مقدماتی تعلیم ته ضرورت و نلری. مثلا که څوک پیور ساینس او یا ډاکتری وایی نو باید مقدماتی کمیا، او لازمه ریاضی فارمولونه یی باید په ثانوی مکتبو کی ویلی
    وی. که انجنیری وایی نو باید فزیک او لازم ریاضی فارمولونه باید په ثانوی دوری کی ووایی. د ریاضی اصطلاح هندسه او مثلثات دربر نیسی. اقتصاد او اجتماعی علوم هم باید لازمه احصایی(ستاتیستیک) او اقتصادی ریاضی ولری
    په درناوی

  12. ثابت صاحب ژوندي اوسئ. څه شی چې ما په دی طرحه کې ورباندی تمرکز کړی هغه حرفوي زده کړی دي. ماو یلی له نهم ټولګی وروسته باید
    نیږدی نمایې حرفوی زده کړو ته لاړ شي. خو د حرفو او کسبی رشتو نومونه می نه دی اخیستی، ځکه ټول جزیات دلته راوړل کیدای نه شي، البته دا چې کومې حرفوی رشتي او څانګي ولوستل شي دا باید د اړتیاوو ، شرایطو او امکاناتو پر بنسټ رامنځ ته شي.
    په داسی حال کې چې اوس ټول عمومی زده کړی کوي او له دولسم ټولګي وروسته ټول د کانکور ازموینه ورکوي اوله ټولو یو ډول ازموینه د پوهنتونونو لپلره اخستل کیږي.
    هیله ده طرحه یو ځل بیا په غور ولولئ ددی پو ښتنو ځوابونه به مو په
    تفصیل ترلاسه کړی
    په درنښت

  13. سلام ځواکمن سیب
    زما نظر د طرحی لا ښه والی لپاره لیکل سوی. که وتوانیدی چه بیا یی چیرته عرض کړی نو زما د خبرو موافق او مخالف نظر به درسره حاضر وی ترڅو د طرحی د عملی کولو امکانات زیات سی. هیله ده همدا طرحه د یوه علمی مضمون یا مقالی په توکه توسعه کړی او په یوه رسمی او اکادمیک مجله کی یی خپور کړی.
    ستاسو د کامیابی په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب