جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد کورونا له امله په تېره یوه اونۍ کې د درې ډاکټرانو...

د کورونا له امله په تېره یوه اونۍ کې د درې ډاکټرانو مړینه

تاند (یکشنبه د قوس ۲) عبدالواسع، بشیر حلیمي او محب الله محب د هېواد هغه طبي کادرونه دي چې په تېره یوه اونۍ کې یې د کورونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ددغه خبر په تایید سره د یادو اکاډمیکو څېرو په مرګ خواشیني ښودلې ده او طبي ټولنې ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

یاد وزارت له ټولو هغو کسانو چې خلکو ته طبي خدمات وړاندې کوي غوښتنه کړې چې ماسک واغوندي او طبي لارښوونې دې مراعت کړي تر څو له کورونا څخه په امان کې پاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی ددې لپاره چې په هېواد کې کورونا ته ماتې ورکړل شي پکار ده چې ډاکټران تر بل هر چا خپل صحت ته ډېر متوجه اوسي.

د ژمي په رارسېدو سره سم په هېواد کې د دوهمې څپې د خپرېدو خبر ورکړل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په ټول هېواد کې ۴۴ او ۷۰۶ کسان په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي، له دې ډلې یو زور ۶۷۸ کسانو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ زره او ۹۳۴ نور ترې بېرته رغېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب