جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو کمیسیون؛ استرالیايي ځواکونو په قصدي توګه ۳۹ افغانان وژلي

د بشر حقونو کمیسیون؛ استرالیايي ځواکونو په قصدي توګه ۳۹ افغانان وژلي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د اسټراليايي ځواکونو له خوا د افغان ملکي وګړو د بې رحمانه وژلو په اړه د عمومي پلټونکي څيړنيز رپوټ ښيي چې د دې هېواد سرتېرو افغانستان کې ملکي وګړو سره غیر انساني چلند کړی دی.

دغه کمېسیون په یوه خبرپانه کې ویلي، اسټراليايي ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال ۳۹ ملکي افغانان په قصدي توګه وژلي او له ۲ تنو سره يې تاوتريخوالی کړی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې په دې برخه کې د جنايتونو ۲۵ عاملين په ګوته شوي دي.

د بشر حقونو کمېسیون وايي دا پېښې په ښکاره د نړیوالو بشرپالو حقونو او د وسله والو شخړو د قانون نقض او جنګي جنايت دی.

دغه کمیسیون د اسټرالیا له حکومت څخه غوښتي چې یاد سرتېري تر قضایي تعقیب لاندې ونیسي او د حقيقت موندنې او عدالت لپاره د افغان قربانيانو غوښتنو ته غوږ کیږدي.

د استرالیايي پوځیانو د جنګي جنایتونو په اړه په تحقیقاتو کې څرګنده شوې چې د دغه هیواد ځانګړي ځواک په افغانستان کې په غیرقانوني ډول ۳۹ ملکي افغانان او جنګي اسیران وژلي دي.

د دوی دوسیه، چې په اړه یې څو کاله تحقیق وشو او د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، اوس د جنګي جنایتونو ځانګړي څارنوال ته وسپارل شوه.

https://taand.net/%d8%af-%db%b3%db%b9-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d8%b1-%d9%88%da%98%d9%84%d9%88-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%da%86%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7/

1 COMMENT

  1. هرڅوک یې وژني خو نوروته دالر راوړي نو څه چې وژل کیږي
    دا چې انسانیت او حقوقیت څه ډول تقاضا لري او امر کوي هغه بیله خبره ده
    ما داسې بیغیرته فاسد انسانان ندي لیدلي
    ټول او اکسریت پښتانه وژل کیږي چې زما حال یې خراب کړی دی !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب