جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعمران خان؛ په افغان سوله کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی

عمران خان؛ په افغان سوله کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی

تاند ( پنج شنبه، دعقرب ۲۹) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان ته د سفر پرمهال په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هېواد به یې د افغان سولې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړې، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو دوام سره هم‌ مهاله تاوتریخوالی زیات شوی دی او د افغانستان په څېر دوی هم له دې وضعیته ناراضه دي.

عمران خان وویل، پاکستان په دې کې ونډه درلوده چې طالبان له امریکا سره خبرو ته کېناستل او وروسته له هغې چمتو شول چې له افغانانو سره خبرې وکړي، نو دوی به د سولې پروسې بریالیتوب او دغه راز د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

نوموړي ډاډ ورکړی دی چې پاکستان په صادقانه توګه د سولې پروسې سره مرسته کوي او هیله لري چې افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.

بل لورته افغان سیاسي شنونکي وایي چې پاکستان پر طالبانو د پام وړ اغېز لري او که په ريښتیا وغواړي افغانستان سولې ته رسېدلی شي.

دوی زیاتوي پاکستان خپله ګټه په جګړه کې ویني او تمه نه لري چې دا هېواد دې د افغان سولې برخه کې لازمه همکاري وکړي.

2 COMMENTS

  1. لومړی خو دا امکان نه لري چې پنچاب دې افغانستان په سوله کې مرسته وکړي او بل دا چې نن ددې ترهګر لپاره عامه واټونه تړل شوي وچې سخت يې خلک پازاب کړل او لا هم تړل شوي، کابل بې نظمه ښار دی يو واټ چې وتړل شي نورې لارې هم ورسره بندې شي.
    عمران خان ترهګر ته څوک څه نه وايي ځکه چې دا ډلې ټپلې همدوی جوړې کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب