Homeخبرونهسيمه ييزچارواکي: طالبانو د بدخشان مایمي ولسوالي نيولې ده

سيمه ييزچارواکي: طالبانو د بدخشان مایمي ولسوالي نيولې ده

تاند (پنج شنبه، د عقرب ۲۹) د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې، طالبانو د دغه ولایت مایمي ولسوالي سقوط کړې ده.

د یادې ولسوالۍ ولسوال کامبیز قرباني ویلي چې، طالبانو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د مایمي ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او له څو ساعتونو جګړې وروسته یې ولسوالي په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

قرباني، د مایمي ولسوالۍ د سقوط لامل د امنیتي ځواکونو کمښت یاد کړی دی.

هغه منلي چې، په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا یو غړي جاوید مجدیدي ویلي چې په دې جګړه کې د مایمي ولسوالي امنیه قومندان او د امنیت امر په ګډون ګڼ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d8%ba%d8%b2%d9%86%d9%8a-%db%b1%db%b1-%d8%b3%d8%b1%d8%aa%db%8c%d8%b1%d9%8a-%d9%88%da%98%d9%84-%d8%b4%d9%88%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d8%af%d8%b1%db%90-%d9%86%d9%88%d8%b1-%d8%aa%d8%b3%d9%84/?fbclid=IwAR248KHCDcIH2gJk9Fbgdlx34OkV-O0nRNZ3tqpHspaIDRNbFSGsUy7uqPY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...