Homeخبرونهپه خیبر کې یو هلک او یوه نجلۍ د غیرت په نوم...

په خیبر کې یو هلک او یوه نجلۍ د غیرت په نوم ووژل شول

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۲۹) د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالي (پخوانۍ خیبر ایجنسي) کې د غیرت په نوم یو ځوان هلک او یوه نجلۍ وژل شوي او د جنازې له مراسمو پرته خښ شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هیواد کې دا ډول قتلونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د ادارې د ۲۰۱۹ کال له شمېرنو سره سم، په دې کال په خیبرپښتونخوا ایالت کې د غیرت په نوم ۹۵ قتلونه شوي دي.

دا اداره وايي دا هغه شمېر دی چې ثبت شوی او امکان شته چې تر دې ډېر دا ډول قتلونه شوي وي.

په راپور کې ویل شوي چې اکثره وژل شوي کسان ښځې یا نجونې دي.

د ښځو د حقونو یوه ملاتړې اداره (عورت فاونډېشن) وايي، په ۲۰۱۹ کال په خیبر پښتونخوا کې د ښځو په قتلونو کې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان حکومت په ۲۰۰۴ م کال د دې ډول وژنو د مخنیوي لپاره یو قانون تصویب کړ چې پر اساس یې قاتل ته ۷ کاله بند او په ځینو مواردو کې د اعدام سزا ټاکل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...