جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار د تورخم ګمرک لسګونه مامورين د فساد په تور نيول...

د ننګرهار د تورخم ګمرک لسګونه مامورين د فساد په تور نيول شوي

تاند (پنج شنبه، د عقرب ۲۹) د ننګرهار ولایت د تورخم ګمرک یوشمېر کارکوونکي د فساد په تور نيول شوي دي.

باوري سرچينو تاند وېب پاڼې ته ویلي چې، تېرماښآم د  د تورخم پرګمرک عمليات شوي چې، پر مهال يې د یاد ګمرک ۳۰ تنه کار کوونکي دفساد په تور نيول شوي دي.

بل لورته د والي وياند عطاالله خوږیانی دا خبر تائیدوي، خو وایي چې په دې اړه ورسره ډېرجزئیات نه دي شريک شوي.

خو شمېر نورو سرچینو بيا رسنیو ته ویلي چې، په یادو عملياتو کې د ګمرک ۶۰ کارکوونکي دفساد په تور نيول شوي دي.

هڅه مو وکړه چې، په دې اړه د ياد ګمرک د مسولانو نظر ولرو خو له هڅو سره سره بريالي نه شو.

د یادونې ده چې، کلونه کېږي په يآد ګمرک کې د فساد اړوند خبرې کېږي خو دا لومړی ځل دی چې پر وړاندې يې اقدام کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب