جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeسپورتسعودي کې د ښځینه فوټبال سیالۍ پيل شوي

سعودي کې د ښځینه فوټبال سیالۍ پيل شوي

تاند (پنجشنبه د عقرب ۲۹) په سعودي عربستان کې د لومړي ځل لپاره د ښځینه وو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.

دا سیالۍ چې د څو میاشتو له راپدېخوا د کورونا له امله ځنډېدلې وې د تیرې سه شنبې په ورځ په ریاض کې پيل شوي.

په دې لیګ کې ۲۴ ټیمونو او تر ۶۰۰ زیاتو لوبغاړو برخه اخیستې چې د اتلولۍ جام او ۱۳۳ زرو امریکايي ډالرو ترلاسه کولو لپاره سیالۍ کوي.

ددغه لیګ تر څنګ په سعودي عربستان کې په روانه اونۍ کې د ګلف د ښځینه لوبو نړیوال ټورنمنټ هم پیل شوی دی.

سعودي عربستان په دې وروستیو کې د ښځو ازادۍ لپاره ګامونه پورته کړي چې په ژوندۍ بڼه په لوبغالو کې د لوبو لیدل، موټر چلول، له نکاح پرته له نارینه وو سره سفر کول هغه ازادۍ دي چې د عربستان میرمنې ترې نږدې کلونو کې برخمنې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب