جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريتر ذهن د مخکې کېدو لارې چارې| جنرال دولت وزیري

تر ذهن د مخکې کېدو لارې چارې| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شه
د ماتيو مککي او کاټرین ستکر ليکنه
د صالح محمد صالح د پښتو ژباړې غورچاڼ
څلورم لوست
زموږ سوچونه موږ ته څنګه نړي جوړوي؟
په کومه نړي کې چې موږ د خپلو سوچونو سره په کې ژوند کوو، موږ يې په خپله اجاډوو. ځکه نو:
موږ په هغه شيانو باور کوو، کوم شی چې زموږ په ذهن کی راګرځي او هغه څه چې موږ يې ټاکو، هغه بیا زموږ په ژوند بدلیږي.
موږ ټول په دې پوهیږو چې سوچونه زموږ د خپل ذهن محصول دي، خو کله نا کله يې موږ دومره جدي ونیسو چې کولاي شي موږ و ویروي. له ځانونو مو کرکه راشي او یا مو له نورو ناهيلي کړي. زموږ سوچونه ځیني وخت دومره پیاوړي وي چې له پښو مو وغورځوي او یا مو شخړو ته وهڅوي.

موږ د انځورګرانو په څیر له خپلو سوچونو ځانته يوه وړه دنيا جوړوو. که چیرې هغې دنیا ته چې موږ يې انځوروو و ګورو: چې ایا دغه دنیا تیاره او یواځي له ویرې ډکه ده؟ یواځي انتقاد کوي او په خپلو منځو کې په رقابت اخته دي؟

د دې تر څنګ هغه نړئ ته هم وګورو چې موږ په کې عملا ژوند کوو: که چیرې دا نړي لمرینه، توده او داسي کسان په کې دي چې د نورو پروا ساتي او یو له بله څارنه او ساتنه کوي. بیا نو موږ ته په کار ده چې دغه دواړه نړۍ سره پرتله او هغه نړئ وټاکو چې عملي او له پوچو سوچونو پاکه نړئ وي.

ځينې وخت موږ ته داسي سوچونه هم ذهن ته راځي چې په موقته توګه د یوه درد یا د يوې ستونزې د تسکین سبب ګرځي. ځیني وخت موږ هم له ستونزو او دردونو څخه د تيښتې په موښه په خپل ذهن کې ځينې سوچونه اجادوو.

زموږ بدن همداسې جوړ شوی دی چې د خطر پر وخت مبارزه وکړي او د خطر سره د مبارزې له پاره ځان چمتو کړي.
ځینی سوچونه، بعضي وختونه موږ په بیړنی او موقتي توګه له ستونزو او دردونو ژغوري، خو بیا وروسته په حقیقت کې هغه زموږ د بربادي سبب ګرځي.
د بیلګې په توګه که زموږ یو دوست په سګرتو، چرسو، شرابو اخته وي. بیکاره او تنبل ژوند کوي او تل له نورو سره په شخړو کې وي. که زموږ داسي دوست موږ سګرتو، چرسو څکولو او نورو بیکاره لارو ته را وبولي او موږ يې هم تر سره کړو. سمه ده چې د لنډ مهال له پاره به موږ خوښې احساس کړو، خو په اوږده مهال کې له موږ یو بیکاره او لانجه من کس جوړوي.
سوچونه هم همداسي دي. ځينې سوچونه به موږ د لنډ مهال له پاره له ستونزو او دردونو وژغوري خو په اوږه مهال به زموږ د بربادي سبب شي.
موږ کولای شو چې له داسي پوچو سوچونو ځان وژغورو او يوي واقع نړئ ته داخل شو.
پایله
سوچونه زموږ د خپل ذهن محصول دي. موږ کولای شو چې له پوچو او هغو سوچونو ځان وژغورو چې موږ ته خیالي نړۍ انځوروي او په موقتي توګه مو له ستونزو ژغوري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب