پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسرچینې: په قطر کې د سولې خبرې له ولاړ حالته په راوتلو...

سرچینې: په قطر کې د سولې خبرې له ولاړ حالته په راوتلو دي

تاند(پنجشنبه، د عقرب۲۹) کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان له راتګ سره په یو وخت له قطر څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د افغانانو ترمنځ خبرې، چې له شاوخوا دوه نیمو میاشتو راهیسې په ولاړ حالت کې وې، پرمخ تللي دي.

په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو سرچینې وايي چې له اوږده ځنډه وروسته د رسمي خبرو د اجنډا پر سر اختلاف کم شوی او ژر به دواړه خواوې اعلان وکړي چې د خبرو اصلي یا رسمي پړاو ته داخل شول.

تر دې دمه اختلاف پر دې و چې طالبانو اصرار کاوه چې بین الافغاني خبرې دې د امریکا او طالبانو د هغې موافقې پر اساس وي چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه دواړو خواوو لاسلیک کړه. خو د افغانستان د دولت پلاوي اصرار کاوه چې د کومې موافقې اساس ګرځول ضروري نه دي او که طالبان له امریکا سره پر خپله موافقه ټینګار کوي په هغه صورت کې ورسره موافقه کوي چې له امریکا او ناټو سره د افغانستان د دولت موافقه جمع د طالبانو او امریکا موافقه د خبرو اساس وګرځول شي.

مخکې تر دې چې نن په قطر کې د دواړو خواوو سرچینې په خبرو کې د پرمختګ یادونه وکړي د افغانستان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د قطر له امیر سره ټېلفوني خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...