جمعه, مې 17, 2024
Home+ژبې ولې، کله او څنګه مري؟ | رحمت الله رحمت

ژبې ولې، کله او څنګه مري؟ | رحمت الله رحمت

آیا دا مو ذهن ته لویده چې ژبې مري یا لۀ منځه ځي؟ په دې پوهیدئ چې د یوې میاشتې په ترځ کې دوه ژبې مري؟ فکر وکړئ، تۀ د پښتو ژبې وروستی ویونکی یې، نو څه احساس به کوې؟
همداسې په نړۍ کې په سلګونو ژبې شته چې یوازې وروستي ویونکي یې پاتې دي. په نړۍ کې تقریباً اووه زره ۷۰۰۰ ژبې شتون لري چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرې خبرې اترې کیږي. ځینې څیړنې ښیي چې تر ۱۰۰۰۰ زرو پورې ژبې شته چې اوس هم د نړۍ په لر او بر کې خبرې پرې کیږي. تاسې به اوریدلي وي چې ژبې مري او یا هم بیخي له منځه ځي. ژبپوهان په دې نظر دي چې په اوسط ډول هر څلویښت ورځې وروسته یوه ژبه له منځه ځي او د تل لپاره نړۍ پریږدي. ځینې بیا په دې باور دي چې د یوویشتمي پیړۍ تر وروستیو به په ټوله نړۍ کې ۵۰% فیصده یعنې نیمې ژبې له منځه تللې وي، نور بیا دا وړاندوینې له دې هم خطرناکې بولې او وایي چې د روانې یوویشتمې پیړې تر وروستیو به ۴۰۰۰ زره ژبې له منځه لاړې شي.
اصلې سوال ته راځو چې ژبې ولې، کله او څنګه مري؟
ژبه د انسان لۀ ژوند سره نږدې اړیکې لرې، د ژبې د مړه کیدو ترټولو مهم ډول په تدریجي توګه مړه کیدل دي.
– په تدریجي توګه د ژبې له منځه تلل هغه وخت پیل کیږي کله چې د یو ټولنې وګړي د دوهمې ژبې په زده کړه پیل کوي، که چیرې دوهمه ژبه قوي او مهمه شمیرل کیږي، نو دوهمه ژبه د دوی پر مورنۍ ژبه غالبه کیږي، د وخت په تیریدو سره دوی خپله مورنۍ ژبه ورو، ورو هیروي، یا هم دوهمه ژبه ښه او غوره مقام، ډیر فرصتونه او اسانتیاوې لري، په دې ډول د همدې ټولنې وګړي خپله مورنۍ ژبه هیروي. پلارونه خپلو ماشومانو ته مورنۍ ژبه نه ور زده کوي چې په ډول ژبه مري، د ژبې دا ډول مړه کیدل د څو نسلونه په تیریدو سره ترسره کیږي، اکثره له منځه تللې ژبې د تدریجي مړه کیدنې پایلې دي.
– په نڅاپي ډول د ژبې مړه کیدل: که چیرې د یوې ټولنې ټول وګړي د یوې طبیعې پېښې، لکه توفان، زلزله، غر ښویدنه، سیلاب او یا جګړه کې ومري، ژبه یې هم له منځه ځي، په داسې یو حالت کې ژبه په نڅاپي ډول ختمېږي، ځکه داسې څوک نه دي پاتې چې پر دغې ژبې خبرې وکړي. د ژبې دا ډول له منځه تلل په ډیر کم وخت کې پيښیدای شي ولې په نڅاپي توګه د ژبې له منځه تلل ډیر لږ تر سترګو شوي.
– د سیاست له مخې د ژبې له منځه تلل: که چیرې دولت د ټولنې پر وګړو فشار او زور راوړي، ترڅو د خپلې مورنۍ ژبې له ویلو ډډه وکړي، لکه: ځینې وخت دولت داسې قوانین منځته راوړي، چې پر ځینو ژبو بندیز لږوي او یا هم خاصو ژبو ته ترجیح ورکوي، چې په پایله کې هغه ژبې چې له نظره غورځول شوي دي، کمزورې کیږي او د ورکیدو خواته نیږدي کیږي، نو په دې صورت کې د ټولنې وګړي مجبوریږي، ترڅو خپله ژبه پریږدي چې په څرګند ډول د ورکیدو خواته ځی.
په نړۍ کې اوس مهال ټولې ژبې په څلورو حالتونه کې شتون لري:
۱- ژوندۍ ژبې
۲- مړې ژبې
۳- له منځه تللي ژبې
۴- په خطر کې لویدلي ژبې
۱- ژوندی ژبې: هغه ژبې دي چې اصلي ویونکي لري، نوی نسل یې زده کوي، او ماشومان یې په ښوونځیو، ښوونیزو ځاینونو او د ژوند د اړتیا پوره کولو لپاره په ورځینې ژوند کې استعمالوي او خبرې پرې کوي.
۲- مړې ژبې: هغه ژبې دي چې اصلي ویونکي نه لري. دغو ژبو اوس مهال خپل اصلي ویونکي له لاسه ورکړي دي، مړې ژبې کیدای شي چې د ځینو هدفونه لپاره وکارول شي، لاتيني یو له دغو مړو ژبو څخه ده چې په پخوا وختونو کې مړه شوې ده، ولې اوس هم په طب او په عام ډول په علمي متونو کې ډیرې لاتیني کلمې شته چې نن ورځ هم کارول کیږي، لاتین ژبه د مذهبي هدفونه لپاره هم کارول کیږي، دا چې نوموړې ژبه اصلي ویونکي نه لري ځکه مړه ژبه بلل کیږي.
۳- له منځه تللي ژبې: هغه ژبې دي چې په ټوله نړۍ کې هیڅ ویونکي نه لري، دا ژبې په مکمل ډول له منځه تللي دي. د تاریخ په اوږدو کې په سلګونه ژبې له منځه تللې او ختمې شوې دي، چې (کلالې) ژبه یې یو مثال دی، دا یوه امریکایي ژبه وه چې په واشنګټن کې خلکو خبرې پرې کولې، یاده ژبه په ۲۰۱۴ کال کې له منځه لاړه.
۴- په خطر کې لویدلې ژبې: دا ژبې په داسې یو پړاو کې شتون لري چې د ورکیدو او له منځه تلو خواته ورځ تر بلې نږدې کیږي او که مخنیوی یې ونه شي، ژر له منځه ځي.
که ژبې مري، موږ څه بایلو؟
که ژبه مري، د هغه ټولنې تاریخ، فکرونه، نظریات، میراث او تر ټولو مهمه دا چې انسانان او د یادې ژبې ویونکي خپل اصلیت له لاسه ورکوي.
هره ژبه ځانګړي شاعري لري چې مختلف کلتورونه وړاندې کوي، نو که چیرې ژبه مري، په ورته ډول د ژبې شاعري، او ادبیات هم له منځه ځي. د ژبې ورکیدل د هغوی ژبې د ویونکو او ټول قوم ورکیدل ګڼل کیږي.
کله چې ژبه په بشپړ ډول له منځه ځي، هغه فکرونه چې په نوموړې ژبه کې شته، د ژبې د ورکیدو سره سم د تاریخ د تیارو پۀ خېټه کې د تل لپاره دفن کیږي. دا چې ژبې له منځه لاړې، د ژبې او قوم اړوند ټول تاریخ مري، آن د هغو خلکو دا معلومات هم نه کیږي چې له کوم ځای راغلي وو، څوک وو او په چا پورې یې تړاو لرلو. نو یوه ژبه خوندي پاتې کیدلو ته اړتیا لري او باید ژبې ژوندۍ پاتې شي، ترڅو د نړۍ تاریخ، کلتورونه، فکرونه او ادبیات وژغورل شي.
څنګه کولای شو ژبې خوندی وساتو؟
ژبه هغه وخت خوندي پاتې کیږي، کله چې تاسو د خپلې ژبې د ویلو لپاره فرصت لرئ، که چیرې تاسې د خپلې ژبې سره یو ځای ژوند کوئ، یعنې هغه ځای چې تاسې اوسیږئ، هلته تاسې په خپله ژبه وغږیږئ، خبرې پرې وکړئ، یا په خپله سیمه کې پر خپله ژبه راکړه ورکړه، تعلیم او ورځینۍ اړتیاوې پوره کوئ، نو ژبه په طبیعې ډول ژوندۍ پاتې کیږي.
ژبې د انسانانو د ژوند او مرګ سره تړلې دي. د یوې ژبې د ژوندې پاتې کیدلو لپاره مجبور یو، ژبه زده کړو، خبرې پرې وکړو، تدریس يې کړو او نورو ته یې ور زده کړو. هغه سیمې چې هلته پر زیاتو ژبو خبرې کیږي، باید د یو او بل ژبو ته احترام موجود وي، او د یو او بل ژبې زده کړي ترڅو ژبې ژوندۍ پاتې شي، د نورو ژبه زده کول، د نورو ژبو ته احترام کول دي.
د یونسکو د تعریف له مخې په خطر کې لویدلې ژبې هغه ژبې دي چې په ویونکو کې یې کموالی راځي، د خبرو اترو لپاره یې استعمال کمیږي او د یو نسل نه بل نسل ته انتقالیدو سره د ژبې ویونکي کمیږي.
دغې ژبې نوي ویونکي نه لري او یا هم ځوانان او ماشومان نوموړې ژبې نه زده کوي، ځکه په خطر کې لویدلې ژبې بلل کیږي.
یونیسکو هغه ژبې چې په خطر کې واقع “لوېدلې” دي په څلورو برخو ویشلې دي.
اول: په حساس ډول په خاطر کې لویدلې ژبې: په سیمه کې ډیر ماشومان نوموړې ژبه زده کوي, ولې یوازې په کورونو کې پرې خبرې کیږي او استعمال یې تر کورونو محدود دی.
دوهم: په څرګند ډول په خطر کې واقع ژبې: په یوه ټولنه کې ماشومان نوموړې ژبه نه زده کوي یعنې له زده کولو لویدلې دي.
دریم: په قطعي ډول په خطر کې لویدلې ژبې: یادې ژبې د یوې ټولنې د ډیر عمر لرونکو اشخاصو لخوا کارول کیږي، ځوانان او ماشومان پرې پوهیږي، ولې خبرې نه پرې کوي. یعنې یوازې زیات عمر لرونکي کسان په ټولنه کې پرې خبرې کوي.
څلورم: له سخت خطر سره مخ ژبې: دا ژبې د سخت خطر سره مخ دي. په دې ژبې یوازې د ټولنې ځینې زیات عمر لرونکي کسان خبرې کوي، په سیمه کې ماشومان او ځوان نسل دغه ژبه نه وایي او نه یې نوی نسل زده کوي.
د یونیسکو د موندنې لۀ مخې، په نړۍ کې ۲۴۷۳ پورې ژبې په خطر کې لویدلې دي. په تیرو درېیو نسلونو کې تر ۲۰۰ پورې ژبې له منځه تللي دي.
د ژبپوه، میچل اي کراس له قوله هغه ژبې چې تر سلو راتلونکو کلو به ماشومان پرې خبرې کوي یعنې کارول کیږي “خوندي” ژبې بلل کیږي. هغه ژبې چې تر سلو کالو کمه موده به یې ماشومان استعمالوي یعنې خبرې پرې کوي، تر ۶۰ او ۸۰% فیصده یې په خطر کې دي، نو موږ ځکه ورته د ورکیدو له خطر سره مخ ژبې وایو.
که څه هم د ژبو د مړه کیدل یوازې په خبري ژبو کې په پام کې نیول کیږي، ولې ځینې اشاروي ژبې هم په خطر کې لویدلې دي. د اليپور د یو کلي ژبه چې په هندوستان کې خلکو استعمالوله، اډموبور د غانه اشاروي ژبه، بانخور د تایلنډ اشاروي ژبه، د پلېن هندۍ اشاروي ژبه.
اشاروي ژبې د وړو ټولنو لخوا استعمالیږي او که چېرې یوه اشاروي ژبه د بلې قوي یا لويې اشاروي ژبې سره مخ شي له منځه تللای شي.
په اندونېزیا کې ځینې داسې ژبې له خطر سره مخ دي چې په لسګونه زره ویونکي لرې، ځکه د دغې ژبې راتلونکی نسل (ماشومان) نوموړې ژبې نه زده کوي او د دغې سیمه ییزو ژبو پر ځای خپله ملې اندونزیايي ژبه زده کوي.
ځینې ژبې یوازې ۵۰۰ پورې ویونکي لري، ولې پر خپل ځای ثابتې او ژوندۍ پاتې دي، ځکه دوی خپله ژبه د ټولنې د لومړنۍ ژبې په توګه زده کوي او ماشومان هم خبرې پرې کوي.
څرګنده شوه چې هغه ژبې په خطر کې دي او ژر مري، کومې چې د نوی نسل او ماشومانو لخوا نه ویل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب