جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې ۱۰۰ افغان پېلوټان او ټیکنشنان فارغه شول

په امریکا کې ۱۰۰ افغان پېلوټان او ټیکنشنان فارغه شول

تاند(جمعه، د عقرب ۳۰) د امریکا هوايي ځواک اعلان وکړ چې د A-29   سوپرتوکانو الوتکو لپاره یو شمېر افغان پېلوټان او ټکنیشنان، چې په امریکا کې یې زده کړې کولې، فارغ شول.

دغو افغانانو د میسي سي پي په کولمبس هوايي اډه کې زده کړې وکړې او د نوومبر په دیارلسمه یې زده کړې او روزنې بشپړې کړې.

دوی د پېلوټۍ ۵ کاله زده کړې وکړې.

د امریکا د یو پي آی د راپور له مخې، د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ۳۰ پېلوټان او ۷۰ ټکنیشنان روزل شوي دي.

دا پېلوټان په داسې ورځ فارغ شول چې د امریکا نوي سرپرست دفاع وزیر کریسټوفر میلر وویل چې د امریکا متحد ایالتونه به د جنورۍ تر ۱۵ پورې له افغانستان او عراق څخه ۲۵۰۰ پوځیان وباسي.

د امریکا هوايي ځواک وايي چې افغان پېلوټان او روزونکي به د A-29 الوتکو بل پروګرام په افغانستان کې بشپړ کړي.

د امریکا د دفاع وزارت د هوايي ځواک د نړیوالو چارو مرستیال (معین) کیلي سیبال وویل«هغو کسانو ته چې د افغانستان د فضا دفاع به کوي، مبارکي وایم. ستاسو خدمت او خپلې دندې ته د ځان وقفول به ستاسو، ستاسو کورنیو، ستاسو هوايي ځواک او ستاسو هیواد ته ستر بدلون راوړي.»

په امریکا کې د افغانستان سفیرې رویا رحماني وویل «د دوی ماموریت اسانه نه دی. دوی له هغو چلینجونو او مسوولیتونو خبر دي چې ورسپارل کېږي، خو دوی پوهېږي چې دا نه یوازې مهم دی بلکې زموږ د هیواد د امینت د راتلونکې لپاره حساس دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب