جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهطالبانو د مایمي ولسوالۍ ټولې ودانۍ سوځولي

طالبانو د مایمي ولسوالۍ ټولې ودانۍ سوځولي

تاند(جمعه، د عقرب ۳۱) وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالي له نیولو وروسته د ولسوالۍ ودانیو ته اور ورته کړی دی.

شاهدان وايي چې طالبانو د ولسوال دفتر، امنیه قومانداني او نورې ودانۍ سوځولي او یا ویجاړې کړي دي.

د مایمي ولسوالۍ ولسوال کامبیز قرباني ویلي چې، طالبانو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د مایمي ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او له څو ساعتونو جګړې وروسته یې ولسوالي په بشپړه توګه تر خپل کنټرول لاندې راوسته.

قرباني، د مایمي ولسوالۍ د سقوط لامل د امنیتي ځواکونو کمښت یاد کړی دی.

هغه منلي چې، په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د بدخشان د ولایتي شورا یو غړي جاوید مجدیدي ویلي چې په دې جګړه کې د مایمي ولسوالي امنیه قومندان او د امنیت امر په ګډون ګڼ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د مایمي اوسېدونکي چې د طالبانو په حمله کې د امنیه قوماندان او د امنیت د مدیر په ګډون ۲۰ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...