پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په اروپا کې په قفس او کوډله کې د چرګانو ساتل منع...

په اروپا کې په قفس او کوډله کې د چرګانو ساتل منع کېږي

تاند (جمعه، د عقرب ۳۰) په یو شمېر اروپايي هیوادونو کې په بندو کوډلو او قفسونو کې د چرګانو پر ساتلو له بندیزه وروسته چک جمهوریت هم اعلان وکړ چې په بند ځای کې د چرګانو ساتل منع کوي.

تر دې وړاندې جرمني، اتریش او لوګزامبورګ دې ته ورته قانون تصویب کړی و.

د چک د کرنې وزیر له دې قانون سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې لومړی باید اروپايي اتحادیه پرېکړه وکړي چې په بند ځای کې د چرګانو ساتل منع دي. د چک د کرنې وزیر فکر کوي چې که دا قانون تصویب شو فارم لرونکي به تاوان وکړي.

خو د دې قانون ملاتړ کوونکي وايي چې په قفس یا بنده کوډله کې د چرګانو ساتل له چرګانو سره بې رحمي ده او که څوک د چرګانو لپاره ځای نه لري، نه دي یې ساتي.

د چک ملي جرګې په قفس او بنده کوډله کې د چرګانو د ساتنې د بندیز لایحه د ۱۰۰ مخالفو رایو په وړاندې په ۱۰۲ موافقو رایو تصویب کړې او اوس ټاکل شوې ده چې د دغه هیواد ولسمشر میلوس زیمان یې توشیح کړي.چرګان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب