جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهکندهار کې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کندهار کې چاودنې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند(جمعه، د عقرب ۳۰) په کندهار ښار کې د موټرسایکل بم چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه شاوخوا اوه بجې د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د درېیمې ناحیې څلور لارې ته څېرمه موټر سایکل بم چاودنه شوې ده.

د کندهار ځايي خبریالان وايي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه ملکي وګړي او دوه پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې په ټپيانو کې یو د همدې حوزې مرستیال او بل پولیس دی، خو نور ټول ملکي وګړي دي.

ددې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...