جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبریټانیا: د امریکا په څېر افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموو

بریټانیا: د امریکا په څېر افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموو

تاند(جمعه، د عقرب ۳۰) د بریټانیې دفاع وزارت وایي ښایي د امریکا په څېر په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر کم کړو.

د بریټانیې د دفاع وزیر بین والیس د سرتیرو د کمولو خبره کړې خو زیاتوي چې د افغان حکومت او امریکا سره به په ګډه د افغانستان امنیت ساتي.

د بریټانیې د دفاع وزیر ویلي چې نه بریټانیه او نه هم امریکا اوس مهال خپل ټول عسکر له افغانستان وباسي خو زیاتوي چې که امریکا عسکر کم کړل ښایي بریټانیه به یې هم کم کړي.

د بریټانیې دغه نظامي چارواکي په یوه مرکه کې ویلي چې له امریکا پرته د بریټانیې امکانات محدود دي خو زیاتوي چې د مالیې وزارت سره په کومې بودجې چې تازه پرې موافقه شوې، د بریټانیې لپاره به اختیارات ډیر شي.

بریټانیه اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰ سرتیري لري چې د امریکا په مشرۍ د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې پر دنده بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب