چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهلینډسي ګراهم: افغانستان کې د کورنيو جګړو پيل د امريکا په ګټه...

لینډسي ګراهم: افغانستان کې د کورنيو جګړو پيل د امريکا په ګټه نه دی

تاند(جمعه، د عقرب ۳۰) د امريکا جمهوري غوښتونکی سناتور لينډسي ګراهم وايي، ولسمشر ټرمپ په ټوله کې د افغانستان په مسله کې په ښه توګه کار کړی او د امريکا او پاکستان ترمنځ يې نويو فرصتونو ته لاره پرانيستې ده.

ګراهم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، په افغانستان کې د ۲۵۰۰سرتيرو پاتې کېدل له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره کافي دي.

هغه وایي چې دا سرتيري بايد تر هغه په افغانستان کې پاتې شي تر څو چې يې د وتلو شرايط نه وي تضمين شوي.

ګراهم همدا راز وايي سره له دې چې شک لري خو بيا هم هيله مند دی چې طالبان به له القاعده شبکې سره اړيکې پرې کړي. نوموړی وايي، افغانستان کې د کورنيو جګړو پيل د امريکا په ګټه نه دی ځکه دا کار به يو ځل بيا داعش او القاعدې ته زمينه برابره کړي چې په قوت سره يو ځل بيا سر راپورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی