جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريتر ذهن د مخکې کېدو لارې چارې| جنرال دولت وزیري

تر ذهن د مخکې کېدو لارې چارې| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شه

د ماتيو مککي او کاټرین ستکر ليکنه

د ښاغلي صالح محمد صالح د پښتو ژباړې غورچاڼ

لومړی لوست

که د ژوند ټولو اړخونو ته ښه ځیر شو، وبه ګورو چې د انسانانو ژوند له عجائبو جوړ شوی دی. یو له هغو عجائبو د انسانانو ذهن دی.

ذهن دی چې ټول وخت انسانان بوخت ساتي او دا بوختيا بيا کیدای شي چې د انسانانو په ګټه او یا د وخت ضیاع او یا په زیان پای ته ورسیږي.

ذهن کولای شي موږ داسې ځایونو ته رهنمايي کړي چې د خواښیو سبب وګرځي او یا مو کیدای شي په کنډو کپرو ور سر کړي. دا هم امکان لري چې په اتومات ډول مو. بیرې، ماتې، د ځان کم اهمیته ګڼلو او یا د خپګان احساس ته ور کش کړي.

ځینې وختونه موږ په خپلو سوچونو دومره کلک نښتي وو چې بیلکل را ته واقعي ښکاري او داسې کار ته مو اړ باسي چې نور هم زموږ د درد سبب ورګرځي.

سمه لاره خو داده چې ذهن پریږدو هرې خواته چې غواړي لاړ شي، لاړ دې شي، خو موږ يې باید ډیر جدي ونه نیسو. که هر شی زموږ سوچ ته راځي او له تفکيک وروسته پرې باور وکړو د ذهن سره به مو سفر تل راحت او خوندور وي.

که ښه ځیر شو زموږ ذهن تل سوچونه اجادوي او دا کار په دوامداره توګه تر سره کوي. ځینې سوچونه کاملا بې معنی وي، ځینې يې بیا ستونزې حلوي او ځینې يې بیا موږ له کاره غورځوي. ځینې را سره مرسته کوي او ځينې مو بيا په ګونډو کوي.

که موږ خپل هر سوچ ته د یوه نوې خبر په توګه وګورو او باور پرې وکړو بیا نو همدغه زموږ د درد سرچینه ګرځي. د دې درد څخه د خلاصون لاره یواځې په دې کې ده چې له خپلو سوچونو چی زموږ ذهن يې اجادوي څرنګه کار واخلو. موږ کولای شو د دې ستونزې د حل او د ذهن د درک کولو له پاره خپل سوچونه په دې ډول وڅيړو:

لمړی د اوسنۍ شيبې کتنه وکړو او په دې فکر وکړو چی په دی مرحله کی موږ څه شی ارامولی شي، ځکه چې اوسنۍ شیبه موږ ته ډیر ارزښت لري او ارزښت يې هغه وخت لا نور هم زیاتیږي چې احساسات په کې تجربه او پریکړې په کې وشي. کله نا کله بیا همدغه د اوسنۍ شیبې سوچونه موږ د تیر وخت ژوند ته رهنمايي کوي او موږ د پخوانيو کړاوونو، دردونو او بې ځايه قضاوتونو سره لاس او ګريوان کوي. په دې مو بوخت کوي چې داسې ولی وشول او هغسې ولې وشول.

د دې له پاره چې له اوسنۍ شيبې په ځای ګټه پورته کړو، اړینه ده چې په اوسنۍ شیبه تمرکز وکړو او په پخوانیو کړاوونو او دردونو کې ځان ونه نغاړو.

په تیرو وختونو ډیر سوچ کول او ځان بوختول د جادوګرانو په څير موږ بلې نړئ ته بیايی. که د تير وخت ښې خاطرې را یادې کړو او د يوې تجربې په څير يې د اوس لپاره خپل سرمشق وګرځوو او ګټه ترې پورته کړو خو سمه ده او که په هغه برخه يې چې موږ ته په کې درد رسیدلی وي او له کړاوونو سره مخ شوي وو، تمرکز وکړو بیا خو د غچ اخیستنې او یا کرکې په لومه کې را ګیر او ځان ترې نه شو ژغورلای.

تیر وخت ښکلی او زورونکی ځای دی، ځکه چې زموږ بریاوي او ناکامۍ په کې پټې دي.

که وغواړو چې په تير وخت کې پاتې شو او یواځې خپلې بریاوي او ناکامۍ سره پرتله او خپل ذهن په همدې بوخت وساتو معنی دا چی موږ له اوسنۍ شیبې په سمه توګه ګټه نه ده پورته کړي.

ځينې سوچونه حتی ډارونکي وي، موږ په خپل ذهن کې بې ځايه قضاوتونه کوو. ځينې قضاوتونه ممکن ښه وي او زموږ د خوندیتوب سبب وګرځي، خو بیا ځينې قضاوتونه موږ په غوسه کوي او تر دې حده مخکې ځو چې د داړلو له پاره له ځانه سپي خوشي کوو او بيا سپی د نورو د داړلو او زموږ د ستر زیان سبب ګرځي. کوم څه چې زموږ نه خوښیږي بیا ور ته دلایل تراشو او په اړه يې ناوړه قضاوت کوو، چې داسې نه بايد شوې واي. موږ کولاي شو چې خپل قضاوت مثبت لورې ته رهنمايي کړو او د ستونزو د حل لاره هم همدا ده. په غچ اخیستنه او کرکه کې ښکلا نشته ښکلا په مثبت قضاوت کی ده.

ځينې وخت کتل هم موږ قضاوت ته رابولي او موږ د هغه څه په هکله بی له دې چې د هغه شي مثبت او منفی اړخونه وسنجوو او بيا يې د ښه والي او بډوالي په هکله قضاوت وکړو، په قضاوت کې بیړه کوو چې همدغه قضاوت بیا د لویو ستونزو د زیږیدو باعث ګرځي.

ځینې وختونه مو ځانونه په روايتي سوچونو او کیسو بوخت ساتو. وايو زه د هغه نه خوښیږم، پلار مې را سره مینه نه لري، هغه تل زما سره ښه چلند نه کوي او یا وایو چې نور خلک به زموږ په اړه څه فکر کوي او داسې نور. ځینې وخت دا ډول روايتي سوچونه ستونزې زیږوي ځکه چې دا کیسې موږ په خپله اجادوو او کیدای شي دا زموږ عادت ګرځیدلای وي. که ځینې وخت دا سوچونه حقیقت هم وي بیا يې موږ د واقعي او غیر واقعي تفاوت نه شو کولای. موږ باید په ځان کې دا وړتیا ولرو چې برسیرنې او عبث کیسې په نښه کړای شو.

ځینې وختونه موږ خپل ذهن په وړانوینو او پلانولو بوخت ساتو. موږ ځینې وخت احتمالي اټکلونه کوو وايو که داسې وشول نو..؟ که د زړه ناروغي را ته پیدا شوه بیا نو؟ که قیمتونه لوړ شي بیا به.. ؟ او داسې نور.

که وړاندوینه د پلانولو سره یو ځای تر شي بیا نو د ستونزو حل دی او که یواځې احتمالي وړاندوينه وشي معنی دا چې موږ په زوره ځان په ستونزو کې را ګیر کړي دی. پلانول د ستونزې په حل متمرکز وي او د حل لارې چارې لټوي، وړاندوینه بیا د يوې ستونزې شدت معلوموي او د ستونزې په حل کې هغه وخت مرسته کولای شي چې فورا يې د حل له پاره پلانول پیل شي.

ځينې وختونه موږ د راتلونکي په هکله په سوچونو چې تخیل او یا خیال پلو ورته هم وايې ځان بوخت ساتو. ځینې وخت د راتلونکي په اړه سوچونه او تخیل کیدای شي ګټور تمام شي، ځکه کيدای شي د راتلونکي په هکله په موږ کې واقعې غوښتنې را ژوندۍ کړي چې همدا بیا په موږ کې د تحرک سبب ګرځي. تخيلات او یا خیال پلو زیان هم لري، ځکه کیدای شي چي موږ يوې خیالي نړۍ ته بوځي او په خیال پلو کې له ځانه پاچا جوړ کړو او د دنيا ټول خوندونه د ځان وګنو. داسې هم کیږي چې موږ بیا له خیالي نړۍ سره عادت شو، شپه او ورځ په خیالي نړۍ کې غرق وو او ځان بيا ترې نه شو خلاصولای.

پایله

د دې ټولو ستونزو د حل لاره په دې کې ده چې د دې ټولو پوچو او عبث سوچونو چې زموږ په ذهن کې راځي ځان وژغورو، له تیر څخه یواځې زده کړه وکړو او په تیرو خاطرو، خوندونو، کړاوونو او دردونو ځان بوخت ونه ساتو. د راتلونکي په هکله یواځې وړاندوینه ونه کړو، د وړاندوينې سره باید د حل پلان هم شتون ولري.

ډیره پاملرنه بايد د اوس له پاره وي. اوسنۍ شیبې په پخوانیو کیسو او په راتلونکي خیال پلو ضایع نه کړو. وايي: وخت لکه سره زر دی. تیر بیرته نه را ګرځي. ښې خاطرې يې باید له ځان سره وساتو او دردونه يې هیر کړو. راتلونکي یواځې خدای پاک ته معلومه ده، همدا شیبه غنیمت وشمیرو او بشپړه ګټه ترې پورته کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب