جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا د سناجرګې جمهوریپال مشر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو...

د امریکا د سناجرګې جمهوریپال مشر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو غوښتنه وکړه

تاند (جمعه د عقرب ۲۲) د امریکا د سنا جرګې د جمهوریپال مشر له ولسمشر ټرمپ څخه وغوښتل چې له افغانستان او عراق څخه امریکايي پوځیان وباسي.

اندي بیګس د پخوانیو پوځیانو د ورځې په مناسبت ولسمشر ټرمپ ته په استولي لیک کې ویلي، سره له دې چې له بهرنیو هیوادونو څخه د ولسمشر ټرمپ د اقداماتو ستاینه کوي خو غواړي چې ټول پوځیان خپل هیواد ته راولي.

ده دغه راز ویلي چې د افغانستان نولس کلنه جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده خو له دې سره سره په افغانستان کې حالات تقریباً هماغسي دي چې په ۲۰۰۱ کې وو.

له بلې حوا خوا امریکايی رسنۍ وايي، د دفاع وزارت نوی سرپرست وزیر کریستوفر میلر به له افغانستانه د پوځیانو د ژر ایستلو لپاره د پوځ متقاعد ډګروال داګلاس مکګریګر (Douglas Macgregor) د جګپوړي سلاکار په توګه وګوماري.

د مکګریګر ګومارنه داسې انګېرل کېږي چې د امریکا اوسنی حکومت، چې د کار دوره یې په جنورۍ کې پای ته رسېږي، غواړي له منځني ختیځ او افغانستانه خپل پوځیان ژر وباسي.

د پینتاګون ویندوی وویل، په پوځ کې د مکګریګر د څو لسیزو له تجربې څخه به د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د لومړیتوبونو د پوره کولو لپاره کار واخیستل شي.

مکګریګر په ۲۰۱۹ م کال له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، ولسمشر ټرمپ ته یې سپارښتنه دا ده چې څومره چې ژر کېدای شي له افغانستانه نور پوځیان وباسي.

ده دا هم ویلي و چې له طالبانو سره خبرې ضروري نه دي او امریکا دې خپل سفارت هم له کابله وباسي.

د ده په باور د سیمې هیوادونه په افغانستان کې لېوالتیا لري، باید هغوی پرېښودل شي چې هلته څه کوي.

دغه پخواني ډګروال د سوریې په اړه هم د ورته میتود سپارښتنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په سوریه کې هیڅ راز ملي ګټې نه لري.

د نشنل ریفیو خپرونې پر اساس پر مکګریګر له دې کبله نیوکې شوي چې د مسلمانانو او بې اسناد کډوالو په اړه افراطي څرګندونې کوي.

سي این این وايي چې ده پر جرمني هم انتقاد کړی چې ولې یې مسلمانو پناه غوښتونکو ته غېږ پرانیستې ده.

5 COMMENTS

  1. دده دا غوښتنی د حسادت، افغانانو او مسلمانانو سره د دښمنی او د نا اومیدی په بناد ولاړی دی
    دا یو احمق دی او دده خبری هیڅ منطقی نه دی او نه به و منل شی
    په امریکا کښی خصوصاً په کانګریس او سنا کښی ډیر هوښیار خلک شته چه هغوی به عاقلانه فیصلی وکړی
    نه داچه یو احمق چه هر څه وویل امریکایان به هماغه کوی

  2. دده دا غوښتنی د حسادت، افغانانو او مسلمانانو سره د دښمنی او د نا اومیدی په بناد ولاړی دی
    دا یو احمق دی او دده خبری هیڅ منطقی نه دی او نه به و منل شی
    په امریکا کښی خصوصاً په کانګریس او سنا کښی ډیر هوښیار خلک شته چه هغوی به عاقلانه فیصلی وکړی
    نه داچه یو احمق چه هر څه وویل امریکایان به هماغه کوی

  3. دا به ډېرښه وشی چۍ امرېکا د افغانستان نه خپل عسکر وباسی ولی چۍ دا نولس کاله جګره هم ددی وجې ده . او د عسکرو په نه اېستلو ځوک خوشحاله کېږې هغه خاېن وطن فروش رشوت خوران چې وطن سره مینه نلری .

  4. داګلاس مکګریګر د امریکی په نظامی چارو کی هغه نابغه ویل سوی چه نه اوس او نه یی تیر ساری لیدل سوی. هغه مخامخ خبری کوی او خپله خبره نسپموی. په همدی خاطر هغه ټیم لوبغاړی ندی بلل سوی او د هغه ماتحتان لکه مک ماستر غوندی کسانو ترفیعګانی اخیستی خو دی یی منزوی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب