جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسسلواکیا الوتونکی موټر جوړ کړ

سلواکیا الوتونکی موټر جوړ کړ

تاند- د اروپا د یوه کوچني هیواد سلواکیا کلین وېژن کمپنۍ الوتونکی موټر جوړ کړی چې له تجربوي پړاوه وروسته به بازار ته وړاندې شي.

د کلین وېژن دا موټر به راتلونکی (۲۰۲۱) کال د پلورلو لپاره بازار ته وړاندې شي. دا موټر ۱۰۰۰ فوټه لوړېدای شي او په ساعت کې تر ۲۰۰ کیلومتره پورې چټک تللی شي.

کله چې دا موټر الوزي ورپورې نصب وزرونه یې ۳ متره پرانیستل کېږي.

د دې موټر لپاره د بي ایم وې (BMW) له یو اعشاریه ۶ لیټري انجن څخه کار اخیستل شوی.

حاضردمه د بوینګ په شمول ګڼې کمپنۍ د هوايي یا الوتونکي موټر پر جوړولو کار کوي او اکثرو خپل موټرونه ازمویلي دي.

باور کېږي چې په لنډ راتلونکي وخت کې به زموږ اسمان له الوتونکو موټرو ډک شي.

اوس ډېر کار په دې کېږي چې څنګه هوايي ترافیکي سیستم رامنځته شي چې په هوا کې د دغو موټرو د ټکر مخه ونیول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب