Homeخبرونهعمران خان:افغانان باید د سولې له تاریخي فرصته ګټه پورته کړي

عمران خان:افغانان باید د سولې له تاریخي فرصته ګټه پورته کړي

تاند(جمعه، د عقرب ۲۳) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده او په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

جواد ظریف، چې پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی؛ پرون یې له لومړي وزیر عمران خان او نورو چارواکو سره کتلي دي.

د هغه د لیدنې موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کول ښودل شوي دي.

په دغه لیدنه کې عمران خان یو ځل بیا د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ څرګند کړی دی.

نوموړي ویلي، چې پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر ملاتړ کوي او افغانان باید له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي، چې سیاسي حل ته زمینه برابره کړي.

1 COMMENT

  1. تاند(جمعه، د عقرب ۲۳) د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده او په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې به نوي فرصتونه رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...