جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ارزګان دهراود ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغله

د ارزګان دهراود ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغله

تاند(جمعه، د عقرب ۲۳) د ارزګان د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي وايي، چې یاده ولسوالۍ تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د وسله والو طالبانو لاسونو ته لویدلې ده.

نوموړی وايي، د ولسوالۍ ودانۍ، د قوماندانۍ ودانۍ او بازار د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلي او افغان سرتېري یوازې پر کمپ واک لري.

کریمي وايي، د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو د ارزګان ولایت د والي ویاند احمد شاه ساحل بیا دا خبرې ردوي چې ګنې ولسوالۍ دې سقوط کړې وي.

ساحل دا مني چې یو شمېر سیمې طالبانو نیولي خو وايي، د افغان پوځيانو خپل عملیات پیل کړي دي.

د ارزګان د دهراود ولسوالۍ د سقوط خبر داسې مهال خپریږي چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل سربیره په ډیری ولایتونو کې د طالبانو د تاوتریخوالي کچه بیخې لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب