جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: طالبانو په چینارتو ولسوالۍ کې لسګونه ملکي کسان وهلي او برمته...

چارواکي: طالبانو په چینارتو ولسوالۍ کې لسګونه ملکي کسان وهلي او برمته کړي

تاند (جمعه د عقرب ۲۳) چارواکي وايي طالبانو د ارزګان په چینارتو ولسوالۍ کې لسګونه ملکي خلک برمته کړي او وهلي دي.

د چینارتو ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو یاد ملکي خلک هغه مهال برمته کړي، کله چې دوی خوراکي او غیر خوراکي توکي پلي د وسله والو طالبانو څخه په پټه په غرونو کې  ولسوالۍ ته اړول.

د ولسوالۍ د ولسوال په وینا طالبانو یاد ملکي کسان تر وهلو ډبولو وروسته بېرته خوشې کړي دي.

خو د چینارتو ولسوالۍ ځایي خلک بیا وايي چې د برمته شویو کسانو له جملې یو شمېر یې لا هم د طالبانو سره دي.

بل خوا د ارزګان د دهراود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي وايي چې یاده ولسوالۍ تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د طالبانو له خوا سقوط شوې ده.

د نوموړي په وینا د ولسوالۍ ودانۍ، د امنیه قوماندانۍ ودانۍ او بازار د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي او افغان سرتېري یوازې په کمپ واک لري.

کریمي وايي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل بیا دا خبر ردوي چې ګني دهراود ولسوالۍ دې طالبانو نیولي وي.

دده په خبره یو شمېر سیمې طالبانو نیولي، خو زیاتوي چې پر ضد یې پوځي عملیات پیل شوي دي.

خو د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وايي چې تېره شپه دلته د جګړې پر مهال یو کس هم وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

په دهراود کې له څو ورځو راپدېخوا وسله واله جګړه روانه ده.

2 COMMENTS

  1. هره ورځ د جنگونو او مړو خبرونه اورو لاکن ددولت لخوا دصلحي دخبرو لپاره خنډونه ددي سبب سوي دي چه جنگونه پراخ او شعلور سي هيله موداده چه اخر افغان دولت يااداره ولي دقطر دموافقي دمره مخالفت کوي چه حتي د صلحي خبري يي دناکامي سره مخ کړي په دي موافقتنامه کي خو دافغان ولس دکاميابي لوي رمز پروت دي او بايد هر افغان وياړ په وکړي چه ددنيا ابر قدرت دي ته حاضر سو چه دخوارو افغانانو سره دصلحي معاهده امضا کړي او دوي يعني دکابل اداره دادمره لوي افتخار پر خپل ملت نه پيرزو کوي او لگيادي مخالفت يي کوي او حال داچه دجنگ په ډگر کي يي هم پښي ښويدلي دي افغان مجاهد ولس بايد نور ودي لاسپوڅي اداري ته دا ور په گوته کړي چه ستاسو نور انشاالله وخت ډير کم دي دخپلو شمو اعمالو په سزابه رسيږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب