جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندز پر بالاحصار وسله وال برید؛ لس افغان سرتېري وژل شوي

د کندز پر بالاحصار وسله وال برید؛ لس افغان سرتېري وژل شوي

تاند (جمعه د عقرب ۲۳) طالبانو بېګا شپه شاوخوا ۱ بجه د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې پر بالاحصار پوسته برید کړی دی.

د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي وایي په دغه برید کې ۵ سرتیري وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې لس طالبان هم وژل شوي دي.

خو د کندوز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي وایي، په دې پېښه کې د ملي اردو لس سرتېري او دوه پولیس وژل شوي او د ملي اردو شپږ سرتېري ټپیان دي.

ویل کېږي د پولیسو دوه هاموې موټر چې د ملي اردو مرستې ته ورتلل، ټکر کړی چې دوه پولیسو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل خوا طالبان ادعا کوي چې د کندز امام صاحب ولسوالۍ پر ثقلیه ټولي برید کې یې د افغان پوځ دوه توپونه او ۴ ټانکونه  له منځه وړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې حمله کې ۱۷ دولتي سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

طالبانو تر دې وړاندې د هغو نظامي مرکزونو په نښه کولو خبر ورکړی و چې په ډیسي توپونو سمبال دي.

1 COMMENT

  1. خبر دردوونکی دی،

    د خبر د پنځم پاراګراف پر کښنه لنډکی نظر:

    ((ویل کېږي د پولیسو دوه هاموې موټر چې د ملي اردو مرستې ته ورتلل، ټکر کړی چې دوه پولیسو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.))

    ژوند له لاسه ور کول اوږده جمله ده، له پاړسي ترجمه راته ښکاري. ښه نه ایسي. بدیل یې ژوند بایلل په پښتو کې لرو، نو ولي یې و نه کاروو. بله خبره دا چې جمله تېر و بیر کښل شوې، فهمې ستونځه لري.

    د خبر په خپل متن کې یې بدیل او سمښت:

    ویل کېږي،د ملي اردو مرستي ته پر لار د پولیسو دوو هاموې موټرونو ټکر کړی، دوو پلیسو يکې خپل ژوند بایللی دی.
    ــــــــــــــ
    کیدای شي د خبر محترم لیکونکی زما له خبري سره موافق نه وی، کمنټ مه ډیلیت کوئ، لطفاَ خپله خبره همدلته را ته و کاږئ.

    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب