Homeخبرونهمسوولان: ۷۴ ټنه بې کیفیته ګاډر یې بېرته ایران ته ور ګرځولي...

مسوولان: ۷۴ ټنه بې کیفیته ګاډر یې بېرته ایران ته ور ګرځولي دي

‏تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۰مه) د طالبانو د حکومت د کیفیت او معیار اداره وایي چې،  ۷۴ ټنه بې کیفیته ګاډر چې د دوی په وینا له معیار سره برابر نه وو بېرته ایران ته ور ګرځول شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې، د کیفیت کنټرول تر څېړنې وروسته یاد اندازه ګاډر د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې صادرونکي هېواد ته مسترد شوي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویاند محمد یوسف غاویر ټینګار کړی، چې د بې کیفیته توکو واردولو یې په کلکه مخنیوی کړی دی.

هغه وایي د دې چارې له سرغړوونکو سره به هم قانوني چلند وکړي.

نوموړي د دې کار موخه د هېوادوالو امنیت، سلامت او اقتصاد ساتنه بللې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...