شنبه, جنوري 17, 2026
Homeخبرونه‏اوچا: د افغانستان په ختیځ کې له ۳۲۴ زره زلزله ځپلو سره...

‏اوچا: د افغانستان په ختیځ کې له ۳۲۴ زره زلزله ځپلو سره مرستې شوي

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې، د نومبر تر ۱۶مې نېټې یې د کونړ، لغمان او نورستان په ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له ۳۲۴ زره اغېزمنو کسانو سره مرستې کړې دي.

اوچا په خپل تازه راپور کې لیکلي چې، په ختیځو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې ټولټال ۴۹۹ زره کسان اغېزمن کړي وو چې، له دې ډلې شاوخوا ۲۲۱ زره کسان په بېړنۍ توګه مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې زیاته شوې چې د دغو خلکو د ملاتړ لپاره نږدې ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر دې دمه اوچا یوازې ۳۸ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

دا په داسې مهال ده چې د ژمي د سړې هوا سره سم د ځايي اوسېدونکو بشري وضعيت لا هم جدي دی او د اغېزمنو کسانو د بشپړې مرستې لپاره د نړيوالو شريکانو دايمي ملاتړ اړين بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادیبانو په نوم د ورځ لمانځلو ګټې | غني حسن

کله چي د ګډ تاریخ، شریک فرهنګ، کلتور او هنر خبره کېږي؛ نو په تاریخ کي مو جګړې، سرښندني، قربانۍ مبارزې او ویاړونه سره...