Homeخبرونهزلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ "بې رحمه او بې شرمه" پوځ بللی

زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ “بې رحمه او بې شرمه” پوځ بللی

تاند ( پنج شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۰مه) افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان پوځ “بې رحمه او بې شرمه” بللی دی.

هغه د پوځ له لوري د عمران خان پر پلویانو د اوبو د پاشلو له پېښې سره د سخت مخالفت ترڅنګ، هغو معترضانو ته سلام کړی چې د پوځ د اوبو پاشو مقابل کې ولاړ وو.

خلیلزاد وروستیو کې څو ځله د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې او آن خبرداری یې ورکړی چې که هغه خوشې نه شي، پاکستان به له لا زیاتې بې ثباتۍ سره مخ شي.

خلیلزاد داسې مهال دا غبرګون ښیي چې، وړمه شپه د اډیاله زندان مخې ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر، عمران خان پر خویندو، د کورنۍ پر غړو او پلویانو د پاکستاني پوځ اطفایې اوبه وپاشلې او راټولېدنه یې وپاشله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...